د ګرمو اوبه څښل دبدن لپاره ډیره ګټه لری
-
سړې اوبه که چیرې تاسو په ځوانۍ کښې بیمار او ناروغه نکړي نو له ځوانۍ وروسته به تاسو سخت ناورغه کړي .
زمونږ خبریال وایی په خالی خیټه د تړمو اوبو څښل د بدن لپاره ډیر ګته لری .
ګرمې یعنی تړمې اوبه د انسان دخالی خیټې لپاره ډیرې ګټې لری .
د تړمو اوبو په وسیله د معالجې او درملنې سل(۱۰۰) فیصده مثبتې نتیجې ترلاسه کیږی .
دجاپان ډاکټرانو په یوه (۱)تحقیق کښې دغه خبره معلومه کړی ده دسر د سخت درد، د وینې دلوړ دباو ، د وینې کمی ، د جوړو د درد ، د زړه دټکان دناڅاپه زیاتیدل یا کمیدل ، د میرګی ناروغۍ ، چربۍ ، د سختې ټوخی ، اضطراب ، د مرې درد ، سالنډۍ ، تورې ټوخولی ، د رګونو بندیدل ، د معدې تیزابیت ، د لوږې کمیدل او هره ناروغۍ چې دانسان له سترګو، غوږونو او مرې سره اړه لری د تړمو اوبو په وسیله درملنه کیدلی شی .
کارپیژاندی او ډاکټران وایی هره ورځ دسهار په وخت زر له خوبه پاڅئ او په خالی نیټه یعنی په نهار یوسل شپیته(۱۶۰۰) سی سی څلور(۴) ګلاسه اوبه وڅښئ اوبه باید ګرمې وی یعنی دومره ګرمې نه وی چې ژبه وسوزوی .
د دغو ګرمو یا تړمه اوبو له څښلو وروسته تر پینځه څلویښت(۴۵) دقیقو پورې باید هیڅ شی باید ونه څښل او نه وخوړل شی او بیا له هرې ډوډۍ وروسته تر دوو(۲) ساعتونو پورې باید اوبه ونه څښل شی .
ځینې خلک چې دسهار پرمهال څلور(۴) ګلاسه اوبه نشی څښلی نو هغوې باید سوکه سوکه دغه اوبه وڅښی .
په لرغونی طب کښې هم ویل شوی دی چې له ناشتې مخکې یعنی په نهاره د ګرمو اوبو څښل ډیره ګټه لری او په دې خبره ډیر ټینګار هم شوی دی .
د سړو اوبو دڅښلو تاوان :
دایران مشهور ساینس پوهان« بوعلی سینا» وایی سړې اوبه که چیرې تاسو په ځوانۍ کښې بیمار او ناروغه نکړی نو له ځوانۍ وروسته به تاسو سخت ناورغه کړی .
سړې اوبه د انسان څلور رګونه سره وصلوی او په دې سربیره د زړه اصلی رګ هم بندوی او د زړه د دریدا (Heart Attack)سبب کیږی .
په ځوانۍ او زلمی توب کښې اکثره د زړه د دریدا ناروغۍ د سړو شربتو د څښلو په وجه رامینځته کیږی چې له کبله یې د معدی په داخل کښې پردې ډیرې اغیزمنې کیږی او سترو کولمو ته د تاوان په رسولو سره د سرطان(Cancer) د ناروغۍ درامینځته کیدا سبب کیږی .