له اټومی موافقې وتل به دامریکا لپاره ناوړه پایلې ولری
-
دایران اسلامي جمهوریت حتما د خپلو ګټو پراساس عمل کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی دایران دبهرنیو چارو وزیر جوادظریف ټینګار وکړ که چیرې امریکا له اټومی موافقې ووځی نو دغه کار به دواشنګټن لپاره ډیرې ناوړه پایلې ولری .
جواد ظریف چې د «پایداره سولې» په کانفرنس کښې دګډون لپاره نیویارک ته تللی دی دغه ښار ته درسیدا په وخت له خبریالانو سره په مرکه کښې له اټومی موافقې دامریکا د احتمالی وتلو په اړه وویل دایران اسلامی جمهوریت حتما د خپلو ګټو پراساس عمل کوی او تهران په اټومی موافقې او له اټومی تړون بهر د اقدام لپاره ډیرې لارې لری او حتما هغه اقدام چې ایران او هغه غبرګون چې نړیواله ټولنه به یې دامریکا په وړاندې ترسره کړی دامریکا لپاره د خوښې وړ نه وی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې ادعا سره چې دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ اټومی موافقه یوازې دایران داسلامی جمهوریت ګټې تامینوی د واشنګټن دګټو په لړ کښې په دغه اټومی تړون کښې د بدلون د راوستلو غوښتونکی دی .
خو د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی او د اټومی تړون نورولورو هیوادونو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی تړون له نړیوالو ټولنې سره اړه لری وویل دا داسې تړون نه دی چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی وی او په هغه کښې کوم بدلون راوستل شی .
دنړۍ هیوادونه د امریکا دولسمشر ټرمپ په اپوټه ددغه نړیوال تړون دساتلو غوښتونکی دی .