دحزب الله توغندی د اسرائیلو هره سیمه ویشتلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69638-دحزب_الله_توغندی_د_اسرائیلو_هره_سیمه_ویشتلی_شی
زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ زمونږ توغندی به ددې جوګه وی چې دنیواکی فلسطین (اسرائیلو)هره سیمه وولی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 01:25 Asia/Kabul
  • مقاومت هیڅکله د تبادلې وړ نه دی ځکه چې په سترو قربانیو سره لاس ته راوړل شوی دی .
    مقاومت هیڅکله د تبادلې وړ نه دی ځکه چې په سترو قربانیو سره لاس ته راوړل شوی دی .

زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله ټینګار وکړ زمونږ توغندی به ددې جوګه وی چې دنیواکی فلسطین (اسرائیلو)هره سیمه وولی .

هغه پرون وویل دلبنان حزب الله غورځنګ به هیڅکله مقاومت پرې نه ږدی او مقاومت هیڅکله د تبادلې وړ نه دی ځکه چې په سترو قربانیو سره لاس ته راوړل شوی دی او مقاومت زمونږ د کرامت او د عزت په معنا دی .

د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله دصهیونیسټ رژیم پرضد مقاومت کښې د «صور» ښار مقام ته په اشارې سره وویل صور ښار په ۱۹۸۲ میلادی کال کښې د صهیونیسټی نیواکګرانو په وړاندې مقاومت وکړ او هلته لومړی شهادت غواړی عملیات وشول  چې د صهیونیسټی دښمن رعب یې مات کړ او دهغه ستنې یې ولړزولې .

هغه دلبنان خلکو ته په وینا کښې وویل دتاسو مسولیت د مقاومت ساتل دی او دا هغه شی دی چې دروان میلادی کال د می (May)دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه به یې ترسره کړئ داسې ورځ چې د ټولو ښارونو او کلیو  خلک او کورنۍ د رایو صندوقونو ته ورځی او د امید او د وفادارۍ فهرست ته به رایې ورکړی او دتاسو هره رایه  ټول لبنان او ټولې نړۍ ته یو (۱)پیغام دی چې مونږ مقاومت نه پریږدو .