په نړۍ کښې به غواګانې ختمې شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69644-په_نړۍ_کښې_به_غواګانې_ختمې_شی
زمونږ خبریال وایی په یوه(۱) نوی تحقیق کښې ویل شوی دی چې دانسانانو په لاس د غوا(Cow) بقا له خطر سره مخ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2018 03:15 Asia/Kabul
  •  په راتلونکو څو پیړیو کښې به غواګانې  له دغه نړۍ په کامل ډول ختمې شي .
    په راتلونکو څو پیړیو کښې به غواګانې له دغه نړۍ په کامل ډول ختمې شي .

زمونږ خبریال وایی په یوه(۱) نوی تحقیق کښې ویل شوی دی چې دانسانانو په لاس د غوا(Cow) بقا له خطر سره مخ ده .

په یوه (۱)نوی راپور کښې ویل شوی په راتلونکو څو پیړیو کښې به غوا د بقا له خطر سره مخ شی چې دا به دنړۍ لپاره یوه(۱) ستره غمیزه وی .

په دغه راپور کښې ویل شوی دی له افریقایی هیوادونو دنړۍ بیلابیلو هیوادونو ته د انسانو د ورتلو او هلته د سترو ممالیه ځناورو د ختمیدا ترمینځ ژوره اړیکه لیدل شوی ده .

او په همدې اساس ویلی شو چې په راتلونکو څو پیړیو کښې به غواګانې  له دغه نړۍ په کامل ډول ختمې شی .