مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69740-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، په یمن د سعودی عربستان د جنګی الوتکو د حملې په هکله، په یو راپور کی لیکل شوی دی:« په یمن کی د واده په مراسمو د سعودی جنګی جټ الوتکو په حمله کی، څه د پاسه ۴۰ ؤ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله »
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 23, 2018 11:00 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی، په یمن د سعودی عربستان د جنګی الوتکو د حملې په هکله، په یو راپور کی لیکل شوی دی:« په یمن کی د واده په مراسمو د سعودی جنګی جټ الوتکو په حمله کی، څه د پاسه ۴۰ ؤ کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله »

د دغه راپور په اساس؛ د یمن د حجه ولایت د بنی قیس په سیمه کی، د الراقه په کلی کی د عربی تیریګر ائتلاف جنګی الوتکو بمباری

وکړه، چی له کبله یی له ۴۰ ؤ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله شوه.

د ایسنا په حواله؛ د آرمان ورځپاڼې د راپور له مخی؛ یوې  روغتونی سرچینی اعلان وکړ: په حجه ولایت کی د الجمهوری روغتون، بیړنی حالت اعلان کړئ، او له ښاریزو یی غوښتی چی وینی ورکړی. د ائتلاف جنګی الوتکو په حجه ولایت دوې حملې وکړې، او د واده مراسم یی په نښه کړل.

د ۲۰۱۵ م کال دمارچ په میاشت کی د یمن په خلاف د سعودی په مشرۍ د عربی ائتلاف د جنګ د پیل راهیسی، د یاد ائتلاف جنګی الوتکو، په یمن کی د واده او عزاداریو په مراسمو، ګنی حملی سرته رسولی دی.

د یمن د عامی روغتیا وزارت ویاند، المسیری ته وویل: د سعودی جنګی جټ الوتکو الوتنې، د دغه جنایت د قربانیانو شمیر زیات کړ.  

******  

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی؛ چی« په عربستان کی کودتا؛ له آوازې څخه تر واقعیت پوری »

د میثم سلیمانی په قلم، یوه څیړنه شوې؛ چی ځینی برخی یی را اخلو:

د شنبی ورځی په ماښام  په سعودی عربستان کی د ډزو ژغ واوریدل شو. له دغې پیښې وروسته په اینټرنت او مجازی فضا کی د ګولیو له درنو ډزو څخه ویډیو ګانی لاس په لاس شوې.

یو عربستانی مقام پدې اړه واشنګټن پست ته ویلی؛ چی یوه د لوبی وړه الوتکه چی له لیری لارې کنټرولیدله، د پاچاهۍ ماڼۍ ته نږدی شوه، او بیله ځنډه هم وویشتله شوه.

د ویلو وړ ده؛ چی د عربستان امنیتی ځواکونه، د یمن له خوا د احتمالی حملې له کبله، د تیارسی په حالت کی تیروی. ځکه چی د کلونو راهیسی د یمن ؤلسی ځواکونه؛ پدی هیواد د سعودی عربستان د تیریو په ځواب کی، د ریاض په شمول د عربستان په حساسو مرکزونو، بالستیک توغندی توغوی.

یو عربستانی مقام هم د رویټرز خبری آژانس ته وویل: ملک سلمان د ډزو د کیدو په وخت، په پاچاهی ماڼۍ کی نه ؤ. د هغه له قوله؛ د سعودی پاچاه د دغې پیښې په وخت، په الدرعیه کی پخپله کرونده کی شتون درلود.

سره له دې حاله؛ هغو ویډیو ګانو چی د  ګولیو د ډزو په هکله خبری شوې، په عربستان کی د کودتاه د کیدو په هکله ګمانونو ته لمن ووهله. د ډزو او نښتو د خبر د خپریدو په لمړنیو ساعتونو کی ضد او نقیض راپورونه دومره زیات ؤو؛ چی ټولو په سعودی عربستان کی د یوې سترې پیښې د رامنځته کیدو خبر ور کاوه، چی پدی منځ کی کودتاه، د اټکلونو ترمنځ ډیر احتمالی ګمان ؤ،

حتی عربستانی افشاګر« مجتهد » پخپلو ټویټونو کی ولیکل: چی د پاچاهۍ په ماڼۍ حمله، د هغو موټرو په وسیله سرته رسیدلې، چی ۵۰ میلی متری هاوانونه یی وړل. نوموړی پخپل یو بل ټویټ کی د دغې حملې هدف، د عربستان ولیعهد« محمد بن سلمان » وباله، او د مجتهد په وینا؛ پدې نښته کی له دواړو لورو څخه ۷ تنه وژل شوی دی.             

******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو سرلیک کی د کابل د پرونۍ زړه دردونکې پیښی په هکله راغلی دی:« د کابل په شیعه میشته سیمه کی د داعش په ترهه ګره حمله کی ۵۲ شهیدان».

د دغه راپور په دوام کی لولو: داعش ترهه ګرې تکفیری ډلې، د

خپلو ځناور ډولو اقداماتو په دوام کی، د کابل په یوې شیعه میشته سیمه کی، د رایی ورکونکو د نوم لیکنی په یو مرکز، په ځان مرګې حمله کی، ۵۲ تنه په شهادت ورسول. البته؛ د شهیدانو په هکله د ورځپاڼی شمیر، د پرونیو راپورونو په اساس دئ، چی د نننیو راپورونو له مخی دغه شمیر نږدی ۶۰ تنو ته رسیدلئ دئ.

په همدی اړه؛ د کابل پولیسو د قوماندانۍ سرپرست« محمد داوود امین » اعلان وکړ: دغه حمله پداسی حال کی د کابل ښار د دشت برچی سیمی د« مهتاب قلعه » په برخه کی وشوه، چی خلګو په انتخاباتو کی د برخه اخیستو لپاره، د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره، د نوم لیکنی مرکز ته مراجعه کړې وه. همداراز پدغه ترهه ګره چاودنه کی ۱۱۲ کسان ټپیان شوی دی.

په همدی حال کی د ایران د خارجه وزارت ویاند« بهرام قاسمی »

په کابل کی د داعش تکفیری ډلې د دغه ترهه ګرې حملې په غندلو سره؛ چی د کابل ښار د لس ګونو بی ګناهو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوه، هغه له جنایت څخه یو ډک او غیر انسانی اقدام وباله، او د افغانستان دولت او د دغه جنایت د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره یی هیله څرګنده کړه؛ چی په ټولو زمینو کی په سیمه ایزه او نړیواله کچه، د ګډو هلو ځلو په کیدو سره، په نږدی  

راتلونکی کی، په سیمه او نړۍ کی د ټروریزم د ټولو ډولونو د جرړو د وچیدو کتونکی اوسو.

****** 

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د کابل د پرونی جنایت په هکله یی څه راز لیکنی کړی دی:

د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه او تبصرې په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حملې ته ځانګړی شوی چې په کور دننه او بهر غبرګونونه هم پکې راخیستل شوی دی.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لیکنې په مرکز کې د پرونۍ حملې انځور خپور کړی چې پکې د پېښی د قربانیانو پاتې شونی، بوټان، خولۍ او څادرونه ښودل کېږی او لیکلی یې دی چې دې حملې له یوسلو پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورځپاڼې له دې پېښې سره په تړاو څو جلا مطالب خپاره کړی دی لکه بریدونه او د راتلونکو انتخاباتو په اړه جدی اندېښنی، دلته ولسواکی تل په وینو رنګ ده او انتخابات د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې لیکلی دی چې په کابل او ورپسې په بغلان کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه شوې چاودنې لویې اندېښنې راپارولی دی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د کابل په پرونۍ ځان وژونکې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر دوه شپېته او د ټپیانو شمېر یوسل او نولس ښودلی او د ملی شورا د ځینو غړو په حواله یې لیکلی چې حکومت د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

 

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر کابل سربیېره د بغلان د چاودنې مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې چې پکې د ورځپاڼې په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول چې دا ټول د انتخاباتو د پروسې قربانیان دی.

 

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې که څه هم دا حمله په کلکه غندلې او هغه یې یو غیر انسانی عمل بللی، خو پوښتنه یې کړې چې حکومت د نوم لیکنې د یوه ساده مرکز امنیت نشی ساتلی، نو د انتخاباتو په ورځ به د رأیې اچونې د مرکزونو امنیت به څرنګه وساتی؟

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې بیا لیکلی چې په کابل او بغلان کې پرونیو حملو وښوده چې حکومت د دغو مرکزونو د امنیت لپاره لازم اقدامات نه دی کړی.

ورځپاڼې لیکلی چې عام تاثر دادی چې د نوم لیکنې پر مرکزونو دا ډول حملی د انتخاباتو په بهیر کې، د خلکو د پراخه ګډون مخه نیسی، حال دا چې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو لا د مخه خلکو ته خبرداری ورکړی چې په انتخاباتو کې برخه وانخلی.

ورځپاڼې وړاندی د طالبانو او داعش په وړاندې د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی او لیکلی یې دی چې حکومت د طالبانو د ځپلو په اړه بې میلی ښیی، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، طالبان اوس د کابل تر دروازو رارسېدلی دی او د راتلونکی لپاره ځان ته پروګرامونه جوړوی چې حکومت باید ورته متوجې شی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د موجوده حالت دوام به طالبان لا جسوره کړی چې د حکومت په وړاندې ودرېږی او دا کار به په افغانستان کې د هر ډول انتخاباتو د ترسره کولو مخه ونیسی.

هېواد:

هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې په دې بحث کړی چې کله په کابل کې د نوم لیکنې یو مرکز خوندی نه وی، نو په لرو پرتو ولایتونو کې به څرنګه خوندی وی.

ورځپاڼې وړاندې د کابل د حملی په تړاو ځینې پوښتنې پورته کړی او لیکلی یې دی چې د هېواد څارګرې ادارې باید دا ځواب ووایی چې حمله کوونکی څه ډول بریالی شو چې په کابل کې د نوم لیکنې یو مرکز ته ننوځی او حمله وکړی؟

ورځپاڼې وړاندې دا اندېښنه څرګنده کړې چې په دا ډول حساس پړاو کې د نوم لیکنې په مرکز داسې حملې د خلکو په روحیې ناوړه اغېز پرې باسی او په راتلونکو انتخاباتو کې یې له ګډون څخه منع کوی.

ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه کړې چې افغان او بهرنی ځواکونه دې په ټول هېواد کې پوځی عملیات پیل کړی او په دې ډول دې په راتلونکی کې د داسې حملو مخه ونیسی.

انیس:

خو انیس دولتی ورځپاڼې بیا د نورو په خلاف دا باور څرګند کړی دی چې دا ډول حملې د انتخاباتو په بهیر کې د خلکو د ګډون مخه نشی نیولای او دا ځکه چې خلک اوس بیداره شوی دی او غواړی د ډموکراتیکو پروسو له لارې، په هېواد کې ولسواکه نظام پیاوړی کړی.

ورځپاڼې وړاندې د هېواد امنیتی او دفاعی ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو دې احساس ته په کتو، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ټینګ کړی، څو په راتلونکی کې د داسې حملو مخه ونیول شی.