ورځپاڼو ته کتنه ( سه شنبه یا نهی ورځ)
خوږو ملګرو!ورځپاڼو ته د کتنې له ننی پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو،اول په تهران کښې د چاپیدونکو ورځپاڼو مهم خبرونه او بیا هم په انټرنټ کښې د خپروو شویو مطبوعاتو له مهمو سرټکو مو خبروو
په تهران کښې اکثرو چاپیدونکو ورځپاڼو پرون په دغه ښار کښې د هند سمندر د څنډې هیوادونو د سمندری ځواک د قومندانانو د مهمې غونډې په باره کښې خبرونه چاپ کړی او جمهوری اسلامی ورځپاڼې په دې اړه په خپاره شوی خبر کښې لیکلی: داسلامی ایران لوی درستیز په دغه ناسته کښې په خپله وینا کښې دجامعې ایټمی موافقې په وړاندې دامریکا بدقولیو ته په اشارې سره وویل، امریکا په نړیوالو موافقو کې بدقولی او ځنې خلاف ورزۍ دودوی او د برجام تر پښو لاندې کول ئې څرګند مثال دی .
جنرال باقری په تهران کې دهندسمندر دڅنډې هیوادونو د سمندری ځواکونو د قوماندانانو دشپږمې غونډې په پرانیستونکی دستوری کې پر دې په ټینګار سره چې په نړۍ کې دوه قطبی دودیز نظام دړې وړې شوی او په ختیځ او لویدیځ کې نوی قدرتونو سرراپورته کړی دی ، زیاته کړه؛ امریکا او ځینی قدرتونه د زور ادبیاتو په کارولو او بیلابیلو سیمو ته دپوځیانو په لیږدولو سره بې نظمی پراخوی
هغه په دې خبرې سره چې امریکا له داعش ترهه ګرې ډلگې په ملاتړ سره ، د لویدیځی آسیا ستره برخه له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړې او د انسانانو د کوچیدو او وژلو زمینه ئې برابره کړې ووئیل ، داپریل په څوارلسمه نیټه په سورئې د امریکا او ملگرو یی هوائی حمله د غیر قانونی چلند یوه څرګنده بیلگه ده
ورځپاڼه زیاتوی؛داسلامی ایران لوی درستیز همداراز په خپله وینا کښې ټینګار
وکړ ،د هند سمندر په ساحلی سیمې کې دځینو سترو قدرتونو دپوځیانو پراخ شتون او لاسوهنې یی د داسې ناکراریو درامینځةکیدا لامل دی ، چې د دغو بې ثباتیو اوناکراریو څرګند مثال د هند سمندر په سواحلو کښې دیمن د مظلوم ولس په ضد پراخې بمبارۍ دی. د ایران دپوځ لوی درستیز روښانه کړې ده
په داسې حال کې چې صهونیسټ رژیم د مطلق عمل په آزادۍ سره دګاونډیو هیوادونو لپاره ګواښ دی ، خپل ایټمی سلاکوټونه ورځ په ورځ پراخوی او له هرډول نړیوال مجوز پرته په ګاونډیو هیوادونو تیری کوی ، امریکا په دوه ګوڼی او دخپلې خوښې په چلند کې حتی دنورو هیوادونو په وسیله د دودو او روا دفاعی تجهیزاتو اخستل او یا تولیدول هم نشی زغملی . سردار باقری ټینګار کړی ، دایران وسلوال ځواک له ترهه ګرۍ سره په مقابلې کې دیوه مخکښ هیواد په توګه تیار دی ، خپلې تجروبې نورو هیوادونو ته وسپاری .
رسالت ورځپاڼې بیا د آمریکا په نظریاتی کوټه کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر خبرې چاپ کړی،او لیکلی یې دی: دایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په تیرې پنجشنبې په « پایښته سولې» نومی غونډې کښې دګډون لپاره دامریکا نیویارک ښار ته تللی د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا د فکر په کوټې کښې وویل په داسې حال کښې چې سیمه خبرو اترو ته ضرورت لری دسعودی عربستان چارواکی امریکا ته ورغلل څو داسې القا کړی گوندی ایران دسیمې لپاره ګواښ دی .
هغه دسیمې جنګونو او دې خبرې ته په اشارې سره چې سیمه بدلون ته سخت ضرورت لری وویل د لومړی او د اصلی ګام په توګه په سیمه کښې د خبرو اترو بهیر ته مخه کړو. رسالت ورځپاڼې زیاته کړی؛ محمد جواد ظریف په سیمه کښې د مشکلاتو دهوارولو لپاره د اصولو یوې ټولګې ته پاې بندی ضروری وبلله او ډاګینه یی کړه :دسیمې هیوادونه باید په سیمه کښې د مشکلاتو دحل لپاره
داصولو یوه(۱) ټولګه رعایت کاندی چې دنورو هیوادونو په چارو کښې نه لاسوهنه او بیا د باور جوړونې د اقداماتو پیلول پکښې شامل دی .
دایران خارجه وزیر په دې خبرې ټینګار سره چې په اوسنیو پیړیو کښې جنګونه هیڅ ګټونکی نلری او ټول بایلونکی دی وویل د قدرتمنې سیمې د لرلو لپاره باید هیڅ هیواد هڅه ونکړی چې په سیمه کښې ترتولو قدرتمن هیواد شی او که چیرې کوم هیواد کوشش وکړ چې قدرتمن شی نو د سیمې د نابودۍ او تباه کولو په لړ کښې یې ګام پورته کړی دی .
هغه زیاته کره:د سلطې د نفوذ پړاو ډیره موده کیږی پاې ته رسیدلی دی خو امریکا له ساړه جنګه وروسته بیا هم هڅه کوی دغه بهیر ته دوام ورکړی اوکه چیرې سیمه د پراخ بدلون په لور لاړه نشی نو تاوان به وکړی او باید زیات لګښتونه ورکړی .
کیهان ورځپاڼې بیا پرون په کابل کښې د ایران او افغانستان د کلتوری ناستې په اړه په خپاره شوی خبر کښې لیکلی دی: د ایران او افغانستان د کلتوری خبرو لومړنۍ غونډه دکابل پوهنتون دښکلی هنرونو په پوهنځی کښې جوړه شوه .
دغه غونډه د تیرې یکشنبې ورځې راهسې په کابل پوهنتون کښې د ایران دکتاب د نندارتون له ترسره کیدا سره هممهاله د ایران د پوهنتونونو د لسو مشرانو او استادانو او د افغانستان د یوشمیر استادانو او شخصیتونو په ګډون سره جوړه شوه او ددغو خبرو په دوهمه(۲) ورځ دایران استادانو او د افغانستان متفکرانو
د فارسۍ ژبې د ادبیاتو د لویانو په تفکر او نظر کښې د عرفان او له ادبیاتو سره د تصوف او دعرفان د ارتباط او په کلاسیکو ادبی متنونو کښې دعرفان او تصوف په هکله خپلې مقالې وړاندې کړې .
ټاکل شوی ده چې ددغو خبرو اترو یوه دائمی دارلاانشا په کابل پوهنتون او بله یې دایران په پوهنتونونو کښې فعاله شی او د خبرو اترو ورپسې پړاو هم راتلونکی کال په ایران کښې تر سره شی .
وخت ته په پام سره اوس هم راځو په کابل کښې چاپیدونکو ورځپاڼو ته چې له انټرنټه راخیستل شوی او زیاترو ورځپاڼو مهم سرلیکونه او تبصرې په کابل کې پرونۍ ترهگری حملې ته بیل کړی شوی چې دننه او بهر غبرګونونه هم پهکې راخیستل شوی دی.
مسیر ورځپاڼې په خپل لومړی مخ کې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لیکنې په مرکز کې د پرونۍ حملې انځور خپور کړی چې پهکې د پېښې د قربانیانو پاتې شونی، بوټان، خولۍ او څادرونه ښودل کېږی او لیکلی یې دی چې دې حملې له ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ورځپاڼې له دې پېښې سره په تړاو څو جلا مطالب خپاره کړی دی، لکه بریدونه او د راتلونکو انتخاباتو په اړه جدی اندېښنې، دلته ولسواکی تل په وینو رنګ ده او انتخابات د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار.
ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې لیکلی دی چې په کابل او ورپسې په بغلان کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه شویو چاودنو لویې اندېښنې راپارولې دی.
ورځپاڼې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کم ګډون او د انتخاباتو د کمېسیون پېچلی پروسی ته په کتو سپارښتنه کړې چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه باید له سره جدی فکر وشی او حکومت باید د امنیت لپاره مهم ګامونه پورته کړی، که نه نو راتلونکی انتخابات به نهیوازې دا چې ستونزې حل نهکړی، بلکې نورې بهیې هم زیاتې کړی.
ویسا ورځپاڼې د کابل په پرونۍ ترهگری حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ او د ټپیانو شمېر ۱۱۹ ښودلی او د ملی شورا د ځینو غړو په حوالهیې لیکلی چې حکومت د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.
ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر کابل سربېره د بغلان د چاودنې مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې چې پهکې د ورځپاڼې په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول چې دا ټول د انتخاباتو د پروسې قربانیان دی.
ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې که څه هم دا حمله په کلکه غندلې او هغهیې یو غیر انسانی عمل بللی، خو پوښتنهیې کړې چې حکومت د نوم لیکنې د یوه ساده مرکز امنیت نهشی ساتلی، نو د انتخاباتو په ورځ به د رأی اچونې د مرکزونو امنیت څرنګه وساتی؟
ملی ارمان ورځپاڼې بیا لیکلی چې په کابل او بغلان کې پرونیو حملو وښوده چې حکومت د دغو مرکزونو د امنیت لپاره لازم اقدامات نهدی کړی.
ورځپاڼې لیکلی چې عام تأثر دا دی چې د نوم لیکنې پر مرکزونو دا ډول حملې د انتخاباتو په بهیر کې، د خلکو د پراخ ګډون مخه نیسی، حال دا چې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو لا د مخه خلکو ته خبرداری ورکړی چې په انتخاباتو کې برخه وانهخلی.
ورځپاڼې وړاندې د طالبانو او داعش په وړاندې د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی او لیکلی یې دی چې حکومت د طالبانو د ځپلو په اړه بېمیلی ښیی، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، طالبان اوس د کابل تر دروازو رارسېدلی دی او د راتلونکی لپاره ځان ته پروګرامونه جوړوی چې حکومت باید ورته متوجې شی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د موجوده حالت دوام به طالبان لا جسوره کړی چې د حکومت په وړاندې ودرېږی او دا کار به په افغانستان کې د هر ډول انتخاباتو د ترسره کولو مخه ونیسی.
هېواد دولتی ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې په دې بحث کړی چې کله په کابل کې د نوم لیکنې یو مرکز خوندی نهوی، نو په لیرو پرتو ولایتونو کې به څرنګه خوندی وی؟
ورځپاڼې وړاندې د کابل د حملې په تړاو ځینې پوښتنې پورته کړی او لیکلی یې دی چې د هېواد څارګرې ادارې باید دا ځواب ووایی چې حمله کوونکی څه ډول بریالی شو چې په کابل کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته ننوځی او حمله وکړی؟
ورځپاڼې وړاندې دا اندېښنه څرګنده کړې چې په دا ډول حساس پړاو کې د نوم لیکنې په مرکز داسې حملې د خلکو په روحیې ناوړه اغېز پرې باسی او په راتلونکو انتخاباتو کې یې له ګډون څخه منع کوی.
ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه کړې چې افغان او بهرنی ځواکونه دې په ټول هېواد کې پوځی عملیات پیل کړی او په دې ډول دې په راتلونکی کې د داسې حملو مخه ونیسی.
خو انیس دولتی ورځپاڼې بیا د نورو په خلاف دا باور څرګند کړی دی چې دا ډول حملې د انتخاباتو په بهیر کې د خلکو د ګډون مخه نهشی نیولای او دا ځکه چې خلک اوس بېداره شوی دی او غواړی د ډموکراتیکو پروسو له لارې په هېواد کې ولسواکه نظام پیاوړی کړی.
ورځپاڼې وړاندې د هېواد امنیتی او دفاعی ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو دې احساس ته په کتو، د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ټینګ کړی، څو په راتلونکی کې د داسې حملو مخه ونیول شی.