په اوبو کښې ارام وکړئ
-
دسمندر لاندې په دغه هستوګن ځاې کښې د ارام لپاره دپنځوس زره(۵۰۰۰۰) ډالرو د ورکولو ضرورت شته .
زمونږ خبریال وایی له وړکتون او ماشومتوب سره اړونده یو(۱) یاد د اوبو(Water) دی .
له اوبو سره لوبې کول د هر ماشوم شوق وی او ماشومان هیڅکله نه غواړی له اوبو لاس واخلی .
په وړکتون کښې دهر ماشوم زړه غواړی چې په اوبو کښې دځان لپاره کور جوړ کړی .
خو اوس نوی ټیکنالوژۍد وړکتون او د ماشومتوب ټول نه خو ځینې خواهشونه پوره کړی دی .
مالدیپ هیواد چې ښکلی جزیرې لری د سیلانیانو په ستر مرکز بدل شوی دی .
په مالدیپ کښې په« رنګالی کونارډ» جزیرې کښې دسمندر د اوبو لاندې د وسیدو بندوبست شوی دی .
د اوبو لاندې دغه هستوګن ځاې کښې د وسیدو کوټه ، پخلنځی ، د ډوډۍ دخوړلو ځاې او د لمبیدا لپاره دحمام په شمول کامل کور شته .
اوس د زیات انتظار ضرروت نشته او د سمندر لاندې دغه هستوګن ځای به زرد سیلانیانو لپاره پرانیستل شی .
د ویلو ده چې د اوبو لاندې دغه هستوګن ځاې کښې د ایکرلیک ډوم(Acrylic Dome) په نوم ماده استعمال شوی ده چې له کبله یې بهر په اوبو کښې ټول شیان په ښه ډول لیدل کیږی. .
دغه کور دوې(۲) برخې لری چې یوه(۱) یې له سمندر بهر او بله یې د سمندر په تل کښې ده .
دسمندر لاندې په دغه هستوګن ځاې کښې د ارام لپاره دپنځوس زره(۵۰۰۰۰) ډالرو د ورکولو ضرورت شته .