داسپانیا میرمنه ډونالډ ټرمپ ته ورته څیره لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69898-داسپانیا_میرمنه_ډونالډ_ټرمپ_ته_ورته_څیره_لری
زمونږ خبریال وایی په اسپانیا کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورته یوه(۱) میرمنه شته چې د ټرمپ په شان زیړ ویښتان لری او څیره یې ډیره هغه ته ورته ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2018 11:23 Asia/Kabul
  • ډولوریس له تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو راهسې د اسپانیا په دغه سیمه کښې وسیږي او له هغې سره په کور کښې نه ټیلي ويژن شته او نه موبایل ټیلي فون .
    ډولوریس له تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو راهسې د اسپانیا په دغه سیمه کښې وسیږي او له هغې سره په کور کښې نه ټیلي ويژن شته او نه موبایل ټیلي فون .

زمونږ خبریال وایی په اسپانیا کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورته یوه(۱) میرمنه شته چې د ټرمپ په شان زیړ ویښتان لری او څیره یې ډیره هغه ته ورته ده .

په اروپایی هیواد اسپانیا کښې په شمال ختیځ سیمه  کښې په « کبانا برګنتیونس» سیمه  کښې مشره ښځه ډولوریس اینټیلو د خپلې څیرې په خاطر په یوه(۱) شیبه  کښې مشهوره شوه .

ډولوریس له تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو راهسې د اسپانیا په دغه سیمه کښې وسیږی او له هغې سره په کور کښې نه ټیلی ویژن شته او نه موبایل ټیلی فون .

هغه زیات وخت په پټو او کروندو کښې کارونه کوی .

داسپانیا  د  ځایی رسنیو خبریالان چې کله ددغه میرمنې د مرکې لپاره دهغې کلی او کور ته ورغلل نو نوموړی میرمنې ورته وویل دکلی خلک ما ته اوس دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور لور نوم اخلی .

داسپانیا ځایی رسنیو چې کله په کلی کښې په کروندو کښې ددغه کارکونکی میرمنې عکسونه په اینټرنیټ پاڼې خپاره کړل نو ډیرو زیاتو خلکو ولیدل .