عربستان د نیجریه د اهل تشیع دوژلو اصلی عامل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70064-عربستان_د_نیجریه_د_اهل_تشیع_دوژلو_اصلی_عامل_دی
دنیجریه د غه ستر دینی عالم په دوام کې ټینګار کړی ، هغه روده چې څلویښت کاله مخکې ئې پیل کړې ده ، هیڅکله به ئې بدله نه کړی اوتر وروستۍ سلګۍ پورې به خپلو سوله ایزو هلوځلو ته دوام ورکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2018 02:16 Asia/Kabul
  •  عربستان د نیجریه د اهل تشیع دوژلو اصلی عامل دی

دنیجریه د غه ستر دینی عالم په دوام کې ټینګار کړی ، هغه روده چې څلویښت کاله مخکې ئې پیل کړې ده ، هیڅکله به ئې بدله نه کړی اوتر وروستۍ سلګۍ پورې به خپلو سوله ایزو هلوځلو ته دوام ورکړی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،  دنیجریه د  اسلامی غورځنګ رهبر  شیخ ابراهیم الزکزکی  له خپل زوی  په ټیلیفونی تماس کې  وئیلی دی ،  عربستان   دامریکا اوانګلستان په حکم سره  دنیجریه له پوځ سره مالی مرستې کړی ځو  په ۲۰۱۵کال کې   په زاریا ښار کې   د اهل تشیع   عامه وژله وکړی .

 هغه دغه را ز وئیلی دی ، آل سعود رژیم   په زاریا    دحملې  لګښت  تامین کړی ؤ .

شیخ ابراهیم زکزکی  او دهغه ماندینه   د ۲۰۱۵کال  د دسمبر په دیارلسمه نیټه   د  نیجریه  په شمال کې   په کادونا ولایت کې په  زاریا ښار کې  په  امامباړې باندې د   دغه هیواد دپوځ په حملې کې  ټپی اونیول شوی  چې په دغې بوږنونکی   غمیزې کې  د شیخ زکزکی د درو زامنو پشمول په سلګونو  عام خلک وژل شوی وو .

 د  نیجریه داسلامی غورځنګ رهبر   په دغه ټیلیفونی تماس کې  د هغه د خوشی کیدا لپاره د نیجریه دحکومت   د وارمخکې شرطونو په ردولو سره  وئیلی دی ،  د دغه هیواد له  امنیتی افسرانو سره  خبرې اترې نشی کولی ځکه پر دوی هیڅ باور نه دی پاتې شوی .  شیخ زکزکی  د هغه  دخوشی کیدا لپاره دنیجریه د امینتی ځواک  شرطونو ته کومه اشاره نه  ده کړې .

  هغه زیاته کړې ،   له هغو کسانو څرنګه خبرې اترې  کیدلی شی ، چې   دهغوی لپاهر د مونږ خبرې اووړاندیزونه کوم اهمیّت نه لری .

دنیجریه د غه ستر دینی عالم  په دوام کې ټینګار کړی ،  هغه روده چې  څلویښت کاله مخکې ئې  پیل کړې ده ، هیڅکله   به ئې بدله نه کړی  اوتر وروستۍ سلګۍ پورې به خپلو  سوله ایزو هلوځلو ته دوام ورکړی .