باید ډاډمن شو چې ایران ایټمی وسلې نه ترلاسه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70066-باید_ډاډمن_شو_چې_ایران_ایټمی_وسلې_نه_ترلاسه_کوی
د دونالډ ټرمپ د غه له ملنډو ډکې لیوانۍ خبرې په داسې حال کې دی چې ملګری ملتونه ، امنیت شورا، اروپائی اتحادیه او د ایټمی ا نرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو دایران د ایټمی فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 03:07 Asia/Kabul
  •   باید ډاډمن شو چې ایران ایټمی وسلې نه ترلاسه کوی

د دونالډ ټرمپ د غه له ملنډو ډکې لیوانۍ خبرې په داسې حال کې دی چې ملګری ملتونه ، امنیت شورا، اروپائی اتحادیه او د ایټمی ا نرژۍ نړیوال آژانس تر دې دمه په کرتو دایران د ایټمی فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی .

 فارس خبری آژانس راپورورکړی ،  دامریکا د ولسمشر  ډونالډ ټرمپ لیونتوب  هماغه راز دوام لری  او  پرون ناوخته ئې  بیا  په سپینې ماڼۍ  کې د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل سره په ګډ خبری کنفرانس کې  دایران د اسلامی جمهوریت  په ضد خپلې  همیشنۍ   دړکې  تکرار کړې .

ترمپ  په دغه خبری کنفرانس کې یو ځل بیا  وئیلی دی ،  چې   دایران   په ژمنتیاؤ   ډاډمن نه یم او ویره ده چې  ایران  ایټمی   وسلې ترلاسه کوی .

 د دونالډ ټرمپ د غه له ملنډو ډکې   لیوانۍ خبرې  په داسې حال کې  دی چې  ملګری ملتونه ،  امنیت شورا، اروپائی اتحادیه او د ایټمی ا نرژۍ نړیوال آژانس  تر دې دمه په کرتو   دایران د ایټمی فعالیتونو پر سوله ایز والی ټینګار کړی دی . 

 دامریکا ولسمشر  همدرااز په چټی اوتکراری خبرو کې  ایران  په سیمې کې د لازیاتې بې ثباتۍ  مسئول بللی اومدعی شوی  چې  اسلامی ایران  دترهه ګرو ملاتړ کوی .

 د جرمنی صدراعظمې  میرمن مرکل  هم  له ډونالډټرمپ سره  په غږمله کیدا سره  په دې په ټینګار سره چې  جامعه ایټمی موافقه   ایټمی وسلو ته  دایران درسیدا  دمخنیوی لپاره لومړنی ګام  دی مدعی شوی ،  جامعه ایټمی موافقه بشبړ شوې نه ده .

 هغې  همداراز  ټینګار کړی،  برلین    له واشنګټن سره   دایران د سیمه ایز نفوذ  د محدودولو   دضرورت په سر   موافق دی .

 خو ډیری شناندی او  کارپوهان په دې اند دی چې ا یران  په سیمې کې د سعودی لویدیځی اوعبری د چورلیز  له دسیسو اواقداماتو سره  په مقابلې کې  اساسی رول لری .. دایران  ا سلامی جمهوریت    دعراق اوسورئې په   رسمی غوښتنو سره   په دغو هیوادونو کې  د ا مریکا او دهغې دمتحدانو تر ملاتړ لاندې  له تکفیری ترهه ګرو ډ لو  سره دمبارزې لپاره  ورسره  دسلاکارۍ مرستې  کوی ، یو داسې اقدام چې  هیڅکله  ئې هم  د ډونالډټرمپ اوانګلا مرکل په څیر د  کسانو  په طبیعت نه دی . خو داسلامی ایران  لوړپوړو  مسئولانو هوډ کړی ،تر څو چې  دتکفیری ترهه ګرو  ډلو ا و دهغو دملاتړو  له  جنایتکارو او ورانکارو  اقداماتو سیمه خوندی شوی نه وی ،  د دغه سپیرۀ بهیر  او دهغو د  اربابانو په خلاف به  دهر ډول  سیمه ایز اونړیوالو هلو ځلو ملاتړ   او په دې لارې کې مبارزې ته دوام ورکوی .