د ایران؛ روسیی او ترکیی دری اړغیزه غونډه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70102-د_ایران_روسیی_او_ترکیی_دری_اړغیزه_غونډه
د ایران خارجه وزیر« محمد جواد ظریف »، د ایران؛ روسیی او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو په دری اړخیزه غونډه کی د ګډون لپاره، نن سهار د مسکو په لور وخوځید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2018 13:12 Asia/Kabul
  • د ایران؛ روسیی او ترکیی دری اړغیزه غونډه

د ایران خارجه وزیر« محمد جواد ظریف »، د ایران؛ روسیی او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو په دری اړخیزه غونډه کی د ګډون لپاره، نن سهار د مسکو په لور وخوځید.

پدغه یوه ورځنۍ غونډه کی، په سوریه کی د اوربند، د آستانه مذاکرو د پروسې، او د سوریی د وروستیو بدلونونو په شمول یو لړ مسایل څیړل کیږی. د آستانه خبرې اترې، د ۲۰۱۷ م کال له جنورۍ څخه د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې په نووښت، او د ترکیې په همکارۍ سره، په سوریه کی د سولې د ټینګیدو په موخه پیل شوې. د ایران؛ روسیی او ترکیې په هلوځلو سره، د آستانه د سولې مذاکرو پروسی بڼه ونیوله، او د دغو مذاکرو په چوکاټ کی، د سوریی د کړکیچ د حل په منظور، مهم پرمختګونه وشول. دا پداسی حال کی ده؛ چی امریکا؛ عربستان او اسرائیل له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ کولو سره، د سوریی نظام د بدلولو د ګزینو په لټه کی ؤو، خو دغه توطئه؛ د داعش په ماتې سره نتیجی

ته ونه رسیده. د تهران، مسکو او انقرې د عمل نووښت؛ کړای شوی دی، دوه ستراتژیک هدفونه، یعنی له داعش سره د مقابلې، او په سوریه کی له اووه کلن جنګ او ورانۍ وروسته؛ د ملی خبرو اترو زمینه برابره کړی. د دغو مذاکرو استراتژیک ارزښت د سوریی بحران د حلولو لپاره، پر سیمه ایزې ګروهنی تمرکز کول دی.

د نړیوالو چارو څیړاندئ« سرګئی بابورین » پدې اړه وایی:

« دا چی اوس ترهه ګرو، په سوریه کی خپلې اډې له لاسه ورکړی دی، د مسکو، تهران او تر یو حده د انقرې د هلو ځلو حاصل دئ».

له دې نظره، د سوریی د بدلونونو په اړه د هر دری واړو هیوادونو اندیښنه باید، د برجام په وروسته دوره کی، په سیمه کی د لویدیځ د پوځی نفوذ د لمنې له پراختیا څخه یو ډول اندیښنه وبولو. په طبیعی توګه؛ له داعش څخه په وروسته دوره کی ستراتژۍ کولای شی بدلون وکړی. لکه څرنګه چی امریکی ویلی دی؛ چی غواړی د سوریی په شمال کی پوځی شتون ولری.

ترکیه هم، له داعش څخه په وروسته دوره کی د سوریی په هکله

د خپلو سیاستونو د تنظیمولو په حال کی ده. پدی منځ کی هغه څه چی د ترکیی لپاره اهمیت لری، له سوریی سره  د یاد هیواد اوږدی پولی دی.

سره له دی حاله؛ د سوریی د بدلونونو ډګر، د نړیوالو او سیمه ایزو بدلونونو په وړاندی د ایران؛ روسیی او ترکیې د ګډو دریځونو په لاره کی، د غږملتیا لپاره مساعده زمینه چمتو کړې ده. هر دری واړه هیوادونه، د خپلو تاریخی؛ ژئوپلیتیکی او ملی امنیت او ګټو د ساتنی په دلیل، د ترهه ګرو د نفوذ له پراختیا سره مخالف دی. هغه ترهه ګر چی، د امریکی په مداخلو او د صهیونیسټانو په نقشې سره، سیمه د تجزیی او جغرافیایی ویشنو له خطر سره مخامخه کړه.

د روسیی د علومو آکا‌ډمۍ، د ختیځ پیژندنی انسټیټو لوړ پوړی شناندئ« یلنا دونا یوا » وایی:« سوریه اوس حساسی مرحلې ته رسیدلې ده، او له هر بل وخت څخه په زیاته اندازه، د خپلو دوستانو مرستو ته اړتیا احساسوی».

حاضر دمه په پریکنده توګه ویلای شو، چی ایران؛ روسیی او

ترکیی د مذاکرو د ملاتړو هیوادونو په توګه د سوریی په هیواد کی د سولې په ټینګولو کی د آستانه د سولې ، په مذاکرو کی مهم رول لوبولئ دئ؛ چی نه انکار کیدونکئ دئ.

سوریی ته د ملګرو ملتو لیژل شوی استازی« اسټفن ډی میسټورا » تیره اونۍ اعلان وکړ:« د سوچی غونډه، د سوریی د مذاکرو لپاره غوره طرح ده، او باید مرسته وکړو چی د هغې د بشپړ رښتنی کیدو شرایط چمتو شی».

له دې رویه؛ د دغو هیوادونو هر یو، او د ملګرو ملتو سازمان، پدې لاره کی د هلوځلو له ادامې څخه د ملاتړ کولو لپاره، منطقی دلایل لری، ترڅو د آستانه خبرو اترو هدفونه په بشپړه توګه پرځایښت ومومی.