امریکا د ایران پرضد د بندیزونو د زیاتیدا هڅه کوی
-
د سعودي عربستان دیکتاتور رژیم ډیرې هڅې کړي دي ایران یمن ته د وسلو په استولوتورن کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا دبهرنیو چارو دوزیر لوړرتبه سلاکار برایان هوک (Brian Hook)پرون د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې ټینګار وکړ واشنګټن دایران له توغندوی پروګرام سره د اړونده ادارو او کسانو پرضد د بایکاټ د اعمالولو لپاره په اروپایی هیوادونو دباو اچوی .
هغه په دې ادعا سره چې دایران توغندوی دفاعی پروګرام د نړۍ دامنیت او د سولې لپاره ستر ګواښ دی وویل له اروپایی هیوادونو سره د امریکا دچارواکو د خبرو اترو زیاته برخه دایران پرضد د بندیزونو په هکله متمرکزه ده .
په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن د ایران پرضد ډیر غلیمانه سیاست غوره کړی دی .
امریکا ادعا کوی چې دایران توغندوی ازموینې د ملګروملتونو دامنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده .
خو د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست د مشرې ویندویې میرمن نبیله مسرالی (Nabila Massrali) څه موده مخکې وویل دایران توغندوی ازموینې د اټومی موافقې خلاف ورزۍ نه ده .
دامریکا د بهرنیو چارو د وزیر لوړرتبه سلاکار برایان هوک دغه راز د سعودی عربستان د نظر د جلبولو لپاره ادعا وکړه چې په عربستان ویشل شوی توغندی د ایران جوړ دی .
د سعودی عربستان دیکتاتور رژیم له خپلو ملګرو سره یوځاې په تیرو څو میاشتو کښې ډیرې هڅې کړی دی ایران یمن ته د وسلو په استولوتورن کړی .
دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف تل ادعا کوی ایران د یمن ولسی ځواکونو ته توغندی او وسلې ورکوی او په دغه کار سره د دغه هیواد دکړکیچ د حل په لاره کښې خنډ جوړوی .
خو دیمن چارواکو په ځلونو ویلی دی ددغه هیواد د پوځ دفاعی قدرت کاملا ځای دی او دسعودی عربستان لخوا دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره دفاعی توان ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .