چین او هندوستان خپل سرحدی تاوتریخوالی پاې ته رسوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70136-چین_او_هندوستان_خپل_سرحدی_تاوتریخوالی_پاې_ته_رسوی
زمونږخبریال وایی دچین ولسمشر شی جین پینګ(Xi Jinping) او د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی (Narendra Damodardas Modi)پرون په بیجینګ(Beijing) کښې رسمې کتنه پاې ته ورسوله او دخپلو سرحدی تاوتریخوالو د ختمولو ژمنه یې وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 01:36 Asia/Kabul
  • د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د چین د یوه کمر او دیوې لارې(One Belt One Road Initiative) دپروژې په هکله اندیښنې څرګندې کړې .
    د هندوستان لومړي وزیر ناریندرا مودي د چین د یوه کمر او دیوې لارې(One Belt One Road Initiative) دپروژې په هکله اندیښنې څرګندې کړې .

زمونږخبریال وایی دچین ولسمشر شی جین پینګ(Xi Jinping) او د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی (Narendra Damodardas Modi)پرون په بیجینګ(Beijing) کښې رسمې کتنه پاې ته ورسوله او دخپلو سرحدی تاوتریخوالو د ختمولو ژمنه یې وکړه .

د چین او دهندوستان دغو دوو(۲) لوړرتبه مشرانو د چین په مرکز کښې په وهان(Wuhan) ښار کښې دوه (۲)ورځې  د  خپلو کړکیچنو اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې وکړې .

د چین او دهندوستان عسکرو تیر میلادی کال په دوکلام(Doklam or Zhoglam) سیمه کښې یوشمیر نښتې کړی وې .

دچین ولسمشر شی جین پینګ او د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی خپلو  پوځونو ته سپارښتنه وکړه چې د باور او د غږملتیا د زیاتولو لپاره له یوبل سره ارتباط پیاوړی کړی  او دسرحدی چارو په مدیریت کښې د ښه والی د راوستلو او د اټکل د پیاوړی کولو لپاره هڅه وکړی .

د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره په خبرو کښې د چین د یوه کمر او دیوې لارې(One Belt One Road Initiative) دپروژې په هکله اندیښنې څرګندې کړې .

دچین دیوه کمر او د یوې لارې پروژه یو(۱) نړیوال بیخ بنایی پروګرام دی چې یوه(۱) برخه یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر څخه تیریږی .