ایران د امریکا او داسرائیلودخبرواترو اصلی چورلیز دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70138-ایران_د_امریکا_او_داسرائیلودخبرواترو_اصلی_چورلیز_دی
زمونږ خبریال وایی دصهیونیسټ رژیم هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې وویل دایران اسلامی جمهوریت دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو(Benjamin Netanyahu) سره د امریکا دنوی خارجه وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) د خبرو اترو اصلی چورلیز دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 01:59 Asia/Kabul
  • دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا، سعودي عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .
    دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د امریکا، سعودي عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .

زمونږ خبریال وایی دصهیونیسټ رژیم هاارتص(Haaretz) ورځپاڼې وویل دایران اسلامی جمهوریت دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو(Benjamin Netanyahu) سره د امریکا دنوی خارجه وزیر مایک پمپئو(Mike Pompeo) د خبرو اترو اصلی چورلیز دی .

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو چې همدا اوس په عربستان کښې دی ټاکل شوی ده نن په نیواکی فلسطین کښې د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره کتنه اوخبرې وکړی .

هاارتص ورځپاڼې وویل داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو به دامریکا له خارجه وزیر مایک پومپئو سره په کتنې کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی موافقې د لغوه کولو پرضرورت ټینګار وکړی .

سعودی رژیم او صهیونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ کښې د امریکا اصلی متحدان دی .

دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د امریکا، سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .