دجاپان خلک په ځنګل کښې خودکشۍ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70144-دجاپان_خلک_په_ځنګل_کښې_خودکشۍ_کوی
زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې یو داسې ځنګل(Forest) شته چیرې چې خلک یوازې د ځان د وژلو لپاره هلته ورځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2018 03:28 Asia/Kabul
  • یوازې په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په ځنګل کښې څلورویشتو زرو (۲۴۰۰۰)خلکو ځانونه وژلي وو .
    یوازې په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په ځنګل کښې څلورویشتو زرو (۲۴۰۰۰)خلکو ځانونه وژلي وو .

زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې یو داسې ځنګل(Forest) شته چیرې چې خلک یوازې د ځان د وژلو لپاره هلته ورځی .

دجاپان دغه ځنګل ته اوس د ځان د وژلو ځنګل ویل کیږی .

د جاپان دغه ځنګل ډیر زوړ دی او ددغه ځنګل په اړه یوشمیر قیصې هم مشهورې دی او دهغه د رازونو په اړه د ناولونو د چاپیدا په شمول یوشیمر فلمونه هم جوړ شوی دی .

دنړۍ خلک تیره اونۍ هغه وخت له دغه ځنګل څخه خبر شول کله چې دامریکا یو(۱) سیلانی دغه ځنګل ته ورغی او هلته په رسیدا سره یې یوه(۱) ویډیو په اینټرنیټ خپره کړه .

د جاپان ځایی چارواکی وایی چې یوازې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په ځنګل کښې څلورویشتو زرو (۲۴۰۰۰)خلکو ځانونه وژلی وو .

بلې خوا ځنګل ته په ورتلونکو لارو کښې د ژوند د اهمیت په اړه یوشمیر خبرې لیکل شوی دی او ورسره خلکوته یوازې په دغه ځنګل کښې دسفر د نه  کولو سپارښتنه هم شوی ده .