دجاپان خلک په ځنګل کښې خودکشۍ کوی
-
یوازې په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې په ځنګل کښې څلورویشتو زرو (۲۴۰۰۰)خلکو ځانونه وژلي وو .
زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې یو داسې ځنګل(Forest) شته چیرې چې خلک یوازې د ځان د وژلو لپاره هلته ورځی .
دجاپان دغه ځنګل ته اوس د ځان د وژلو ځنګل ویل کیږی .
د جاپان دغه ځنګل ډیر زوړ دی او ددغه ځنګل په اړه یوشمیر قیصې هم مشهورې دی او دهغه د رازونو په اړه د ناولونو د چاپیدا په شمول یوشیمر فلمونه هم جوړ شوی دی .
دنړۍ خلک تیره اونۍ هغه وخت له دغه ځنګل څخه خبر شول کله چې دامریکا یو(۱) سیلانی دغه ځنګل ته ورغی او هلته په رسیدا سره یې یوه(۱) ویډیو په اینټرنیټ خپره کړه .
د جاپان ځایی چارواکی وایی چې یوازې په ۲۰۱۵ میلادی کال کښې په ځنګل کښې څلورویشتو زرو (۲۴۰۰۰)خلکو ځانونه وژلی وو .
بلې خوا ځنګل ته په ورتلونکو لارو کښې د ژوند د اهمیت په اړه یوشمیر خبرې لیکل شوی دی او ورسره خلکوته یوازې په دغه ځنګل کښې دسفر د نه کولو سپارښتنه هم شوی ده .