مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی چی « چین او هندوستان خپل سرحدی تاوتریخوالی پاې ته رسوی» په راپور کی راغلی دی:
دچین ولسمشر« شی جین پینګ» او د هندوستان لومړی وزیر«ناریندرامودی»پرون په بیجینګ (Beijing) کښې رسمې کتنه پاې ته ورسوله او دخپلو سرحدی تاوتریخوالو د ختمولو ژمنه یې وکړه .
د چین او دهندوستان دغو دوو لوړرتبه مشرانو د چین په مرکز کښې په وهان Wuhan)) ښار کښې دوه ورځې د خپلو کړکیچنو اړیکو د ښه کولو په اړه خبرې وکړې.
د چین او دهندوستان عسکرو تیر میلادی کال په دوکلام(Doklam ) سیمه کښې یوشمیر نښتې کړی وې .
دچین ولسمشر شی جین پینګ او د هند لومړی وزیر ناریندرا مودی خپلو پوځونو ته سپارښتنه وکړه چې د باور او د غږملتیا د زیاتولو لپاره له یوبل سره ارتباط پیاوړی کړی او دسرحدی چارو په مدیریت کښې د ښه والی د راوستلو او د اټکل د پیاوړی کولو لپاره هڅه وکړی .
د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی د چین له ولسمشر شی جین پینګ سره په خبرو کښې، د چین د یوه کمربند او دیوې لارې دپروژې په هکله اندیښنې څرګندې کړې.
*****
د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو سرټکی کی لیکل شوی:« د آستانه دخبرو بهیر د سوریې د
پایداره سولې سبب کیدلای شی »
د یادې ورځپاڼی په لیکنه: د ایران داسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف بیګا په ماسکو کښې د روسیې او د ترکیې له خارجه وزیرانو سره په ګډ خبری کانفرنس کښې ډاګینه کړه د استانه((Astana) د خبرو اترو بهیر همدا اوس داسې حرکت دی چې د ملګروملتونو او دنورو هیوادونو په ملګرتیا سره په سوریې کښې د عادلانه او دپایدارې سولې د ټینګیدا سبب کیږی.
هغه په دې خبرې ټینګار سره چې نړیوله ټولنه باید د استانه دخبرو د بهیر او د روسیې د سوچی غونډې د فیصلو پراساس سیاسی حل لارې ته د رسیدا ملاتړ وکړی جوته کړه؛ دسوریې کړکیچ به یوازې له سیاسې لارې حل شی .
دایران دباندنیو چارو وزیر جوادظریف وویل د استانه د خبرو دریو تضمینونکو هیوادونو د مشرانو او دخارجه وزیرانو په سویه دسوریې د ملی وحدت ، دسیاسی خپلواکۍ ، د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ د ساتلو او له سیاسی لارې ددغه هیواد د کړکیچ دچټک حل په شمول د ګډو اصولو ملاتړ اعلان کړی دی .
هغه پر نړیوالو ټولنې غږ وکړ چې زر تر زره دسوریې د بیا رغاونې لپاره ددغه هیواد له خلکو سره مرسته وکړی .
د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل ایران ، روسیه او ترکیه دسوریې د ویشلو لپاره د هڅو په نه منلو او غندلو ټینګار لری.
د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر «مولود چاووش اوغلو »هم په دې خبرې ټینګار سره چې د استانه دخبرو بهیر د سوریې د کړکیچ د حل لپاره په دنیا کښې یوازنی نړیوال نوښت دی وویل: ایران ، روسیه او ترکیه په فعال ډول د استانه دخبرو په چوکاټ کښې ملګرتیا کوی .
*******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی لیکلی دی:
« ایران د امریکا او داسرائیلودخبرواترو اصلی چورلیز دی »
دصهیونیسټ رژیم هاارتص ورځپاڼې ولیکل: دایران اسلامی
جمهوریت دصهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره د امریکا دنوی خارجه وزیر مایک پمپئو د خبرو اترو اصلی چورلیز دی.
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو چې همدا اوس په عربستان کښې دی ټاکل شوی ده نن په نیواکی فلسطین کښې د اسرائیلو له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره کتنه اوخبرې وکړی.
هاارتص ورځپاڼې زیاته کړه: داسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو به دامریکا له خارجه وزیر مایک پومپئو سره په کتنې کښې دایران او د پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی موافقې د لغوه کولو پرضرورت ټینګار وکړی .
سعودی رژیم او صهیونیسټ رژیم په مینځنی ختیځ کښې د امریکا اصلی متحدان دی .
دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د امریکا، سعودی عربستان او د صهیونیسټ رژیم له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .
*******
اوس هم د کابل ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو موضوعاتو
په ځانګړی ډول د طالبانو له خوا د وروستیو عملیاتو د اعلان او
سولې په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړی دی.
ملی ارمان:
ملی ارمان خپلواکې ورځپانې خپلې سرمقالې ته دا عنوان ورکړی دی، جګړه د طالبانو لپاره ویاړ نه دی.
ورځپاڼه لیکی، لکه څنګه چې تمه کېده، طالبانو سږ پسرلی بیا هم له دولت سره د جنګ اعلان وکړ.
دوی اعلان وکړ چې د «خندق» په نوم خپل جنګی عملیات پیلوی.
په سرمقاله کې راغلی په تېرو کلونو کې هم طالبانو د پسرلی په لومړیو کې د دولت په وړاندې د جنګ اعلان کولو چې بیا په دوبی کې خپل شدید ترین پړاو ته رسېدل.
د سرمقاله لیکونکی په باور، افغان دولت باید وار مخته کړی او له د طالبانو تر بریدونو وړاندې په کلیو او بانډو کې تصفیوی عملیات پیل کړی.
په سرمقاله کې دا هم راغلی چې که طالبان سوله نه کوی نو په وړاندې یې باید بریالۍ جګړه وشی.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم د طالبانو له خوا د «خندق» په نوم د نویو عملیاتو د اعلان په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلی دی.
سرخط د طالبانو له خوا دغو عملیاتو ته د «خندق» نوم ورکولو په تړاو انتقاد کړی او ویلی چې باید دغې ډلې خپلو غیر اسلامی او غیر انسانی اعمالو ته دا نوم چې په اسلامی تاریخ کې د مسلمانانو د بری او پایښت یوه برخلیک ټاکونکې حربی مبارزه وه او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په مشرۍ او مدیریت تر سره شوې، نه و ورکړی.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلی، افغان حکومت وایی یوازنۍ غوښتنه یې له پاکستان نه دا ده چې سولې ته نه حاضرېدونکی طالبان له خپلې خاورې وباسی.
هېواد دا څرګندونې ازادی راډیو سره د ملی امنیت د شورا د سلاکار حنیف اتمر له یوې ځانګړې مرکې راخیستې او په دوام یې د نوموړی په حواله لیکلی، زموږ د ټولو ستونزو اصلی سرچینه د پاکستان په سیاست او چلند پورې غوټه ده.
په مطلب کې دا هم راغلی چې ښاغلی اتمر ویلی، دغه ستونزه ټولې نړۍ اوس درک کړې.
ورځپاڼه لیکلی، ښاغلی اتمر د سوچی کنفرانس په څڼده کې له خپل پاکستانی سیال ناصر خان جنجوعه سره هم کتلی او پر بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې کابل ته د پاکستان د صدارعظم د سفر په ترڅ کې د هوکړه شویو مسایلو پر سر هم له هغه سره خبرې کړی دی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د حرکت اسلامی د مشرتابه او غړیو په حواله لیکلی چې په افغانستان کې د سولې په وړاندې لوی خنډ په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی چې باید دولت ورته جدی پام واړوی.
په مطلب کې د نوموړی ګوند او د سولې د عالی شورا په حواله دا هم راغلی چې په افغانستان کې روانه جګړه د یو لوری په ګټه هم نه ده او پکار ده چې حکومت او مخالفې وسله والې ډلې د خبرو له لارې خپلې ستونزې او اختلافونه حل کړی.