روسیه دجامعې ایټمی موافقې په قدرت سره ساتل مهم ګڼی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70176-روسیه_دجامعې_ایټمی_موافقې_په_قدرت_سره_ساتل_مهم_ګڼی
دروسیې خارجه وزیر مرستیال سرګئ ریابکوف هم وئیلی،جامعه ایټمی موافقه او ساتل ئې د روسیې لپاره یو نه بدلیدونکی ضرورت دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 29, 2018 13:11 Asia/Kabul
  • روسیه دجامعې ایټمی موافقې په قدرت سره ساتل مهم ګڼی

دروسیې خارجه وزیر مرستیال سرګئ ریابکوف هم وئیلی،جامعه ایټمی موافقه او ساتل ئې د روسیې لپاره یو نه بدلیدونکی ضرورت دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د روسیې د ولسمشر  ویندوی  دیمیتری پسکوف  نن د خبریالانو په ټول کې ددې خبرې په کولو سره چې  داروپائی شریکانو له دریځه خبر یوو ، چې   باوری دی جامعه ایټمی موافقه باید وساتل شی ، یو ځل بیا ټینګار کړی ،  جامعه ایټمی موافقې خلاف ورزی هیڅکله هم    د منلو وړ  نه ده ،   که د اسې  نه وی ، د تماسونو اوخبرواترو لپاره  هیڅ زمینه نشته .

 دیمیتری پسکوف   دې ته په اشارې سره چې  دغه نړیواله موافقه  د ډیرو زیاتو اوکوټلو هلوځلو  په نتیجې  کې ترلاسه شوی ، ووئیل ،  په  همدې دلیل  د جامعې ایټمی موافقط  په باب  د وضعیَت بشپړتی او  هر ډول دوام  باید  د دغې موافقې  د ساتل کیدا لامل شی.

له دې مخکې  هم  دروسیې خارجه وزیر  مرستیال سرګئ  ریابکوف   وئیلی وو ،   جامعه ایټمی موافقه او  ساتل ئې  د روسیې  لپاره یو نه بدلیدونکی ضرورت دی .