مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د صهیونیسټی رژیم د رسندویو په حواله لیکل شوی:« محمد بن سلمان ویلی دی؛ فلسطینیان یا وړاندیزونه قبول کړی، یا غلی اوسی! »
د آرمان ورځپاڼی په لیکنه؛ د اسرائیل د معاریو ورځپاڼی، امریکی ته د عربستان د ولیعهد په سفر کی، د یهودی سازمانونو له نمایندګانو سره په کتنه کی د« محمد بن سلمان » د ویناؤو جزئیات افشا کړل.
محمد بن سلمان پدغه لیدنه کی ویلی ؤ، د فلسطین مسئله د عربستان دولت لپاره لمړیتوب نه لری، د ایران په شان لا مهم مسایل وجود لری، او فلسطینیان باید غلی شی، او له شکایت کولو څخه دی لاس واخلی».
بن سلمان پدې کتنه کی ویلی ؤ: د فلسطین مشرتابه، له تیرو ۴۰ کلونو راهیسی فرصتونه له لاسه ورکړی دی، او له ټولو وړاندیزونو سره مخالفت کوی. فلسطینیان باید هغه وړاندیزونه، چی هغوی ته ورکول کیږی ومنی، او د خبرو اترو میز ته را وګرځی، یا دی غلی اوسی او له شکایتونو څخه لاس واخلی.
د معاریو ورځپاڼی ولیکل: چی پدې لیدنه کی د اسرائیل او عربستان د اړیکو په هکله خبری وشوې، او محمد بن سلمان په هغې ورځ کی وویل: د دغو دؤو لورو ترمنځ اړیکو کی، د نوی فصل د پرانیستلو وخت رسیدلئ دئ.
د صهیونیسټی رژیم ټلویزون ۱۰ می شبکی هم اعلان وکړ؛ چی هغه کسان چی پدې کتنه کی یی ګډون کړئ ؤ، د بن سلمان له څرګندونو څخه هک حیران شوی ؤو، او په نیویارک کی یی د امریکی کنسولګرۍ ته د دغو څرګندونو خبر ورکړ.
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی،« په یمن کی د جګړې د پای کرښی د ځانګړنو » تر سرلیک لاندی په یو راپور کی لیکل شوی: په وروستیو ورځو کی د یو او بل په اډو د سعودیانو او د انصارالله ځواکونو د توپونو د ګولیو ډزې زیاتی شوی دی؛ یو لورئ د تیری لپاره، او بل لورئ د یمن له خاوری څخه د دفاع لپاره دغه کار سرته رسوی. پدی منځ کی د یمن دفاع کونکی، هماغه راز د آرامتیا رامنځته کیدل، پدی هیواد کی د بهرنیو مداخلو د ختمیدو په ګرو کی بولی.
د اطلاعات ورځپاڼی په لیکنه؛ د انصارالله ځواکونو، چی له ډیری مودې راهیسی له خپلی خاورې څخه په دفاع کی جنګیږی، پدی وروستیو کی د شرطمنی سولی د ټینګیدو لپاره خپل چمتو والئ اعلان کړئ؛ ترڅو د بهرنیو دخالتونو د ختمیدو په سیوری کی سوله ټینګه شی. دری کاله کیږی، چی عربستان د« عبدربه منصور هادی » د استعفا کړی او تښتیدلی کس، د دولت د بیرته راګرځولو په موخه، او په یمن کی د ثبات او آرامتیا د ټینګولو په پلمه، دغه هیواد د خپلو دوامدارو حملو او هوایی بمباریو په نښه کړئ، او په مقابل کی یی اډې؛ د انصارالله د توغندیو په نښه شوی؛ داسی حملی چی په جدی توګه، د تیرکال د لیندۍ له میاشتې پیل شوې.
د انصارالله غورځنګ د سیاسی شورا د بهرنیو اړیکو مسؤل «حسین العزی» له « اسپوتنیک » روسی خبری آژانس سره په خبرو کی وویل: که د عربستان په مشرۍ د عربی ائتلاف تیرئ بند شی، طبیعی ده چی د هغه په مقابل کی حملی هم ، چی د یمن له خاوری څخه په دفاع کی بڼه نیسی؛ بندیږی.
*******
د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی، د فرانسی له ؤلس مشر سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ؤلس مشر په ټلفونی خبرو کی، د هغه قوله راغلی دی:« ایران؛ له خپلو ژمنو برسیره هیڅ محدودیت نه منی »
او د فرانسی ؤلس مشر« مکرون » هم ویلی:« اروپا؛ برجام هماغه ډول چی دئ قبول لری/ سل په سلو کی په برجام کی پاتیږو.
د ایران د ورځپانی په راپور کی زیاته شوې؛ د آلمان- بریتانیی او فرانسی هیوادونو، په نوې بیانیه کی د اټمی جامع پروګرام( برجام )
په ساتنی د ټینګار په کولو سره، له دغې موافقې څخه بهری نوی موضوعګانی مطرح کړې.
پرون د دریو اروپایی هیوادونو د ګډې بیانیی له خپریدو سره په یو وخت؛ چی برجام یی ډیره ښه موافقه بللې وه، د فرانسی ؤلس مشر هم؛ د ایران له ؤلس مشر سره په ټلفونی خبرو کی ټینګار وکړ؛ چی د اروپا اتحادیه او فرانسه،« برجام » هماغه ډول چی دئ قبول لری.
د دغه راپور په اساس، ښاغلی روحانی د پرون یکشنبی په مازدیګر، له« امانوئل مکرون » سره په ټلفونی خبرو کی، دیته په اشارې سره؛ چی ایران له فرانسې سره د اړیکو ټینګښت ته زیات اهمیت ورکوی، څرګنده کړه: د برجام پایداره پاتی کیدل؛ د سیمه ایز امنیت او همکارۍ سبب دی. زموږ ترمنځ اړیکی د اعتماد په اساس دی، او برجام د ایران او لویدیځو هیوادونو ترمنځ د باور مهم بنسټ دئ.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په اړه یی څه لیکنی کړی دی:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د را روانو انتخاباتو په اړه یو شمېر لیکنې او سرلیکنې چاپ کړی دی.
مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، ټاکنې کېږی که مسخره کېږی؟
ورځپاڼه لیکی د ټاکنو لپاره د نوملېکنې او تیاریو په تړاو اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږی، له یوه اړخه د خلکو کمه نوملیکنه او له بله اړخه د ټاکنو په څرنګوالی او پروسیجرونو جدی نیوکې شته چې نه ورته د ټاکنو کمېسیون وړ ځواب لری او نهیې هم حکومت په تړاو څرګند دریځ.
په سرمقاله کې راغلی، دغو اندېښنو ته په پام سره اوس پوښتنه دا ده چې د راتلونکو ټاکنو برخلیک به څه وی؟
ورځپاڼه دا هم لیکی چې اوس خلک نوملېکنه نهکوی، او د نوملیکنې لپاره مشخصې غوښتنې لری، خو کمېسیون او حکومت د خلکو د غوښتنو پرځای یوازې هڅونه کوی چې په باور یې، د ټاکنو لپاره د کمېسیون او حکومت اوسنۍ کړنې د ټاکنو د مسخره کولو په معنی دی.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې پهخپله سرمقاله کې د موضوع په تړاو لیکلی دی، را روان انتخابات به د خلکو او حکومت تر منځ ګڼ مسایل روښانه کړی.
په سرمقاله کې راغلی دا به هم روښانه شی چې خلک په کومه اندازه د یوې مهمې ملی پروسې د امنیت په خوندیتوب کې د حکومت په وړتیا باور لری او دا هم چې ایا حکومت کولای شی د یوې روغې او شفافې پروسې په اړه خلکو ته ژمنه ورکړی؟
ورځپاڼه لیکلی، تراوسه د رأیو ورکوونکو د نوملېکنې بهیر ډېر پڅ روان دی، خو حکومت مسؤلیت لری چې په پاتې موده کې خلک پهدې قانع کړی چې په را روانو انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره، له زور واکو د درغلیو فرصت واخلی، کوم چې د ورځپاڼې په باور د یو شمېر راپورونو له مخې سر له اوسه ورته ملاې تړل شوې دی.
ملی آرمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو په اړه د ولسمشرۍ د تېر ځل په انتخاباتو کې د ولسمشر محمد اشرف غنی د یو رقیب زلمی رسول په حواله لیکلی دی.
د مطلب لیکونکی لیکی، ښاغلی رسول ویلی چې د افغانستان خلک نور په هېڅ وجه تقلبی انتخابات نهمنی، د ورځپاڼې په خبره نوموړی دا هم ویلی که څوک داسې فکر کوی نو دا ناشونې ده.
انیس
انیس دولتی ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې پهدې اړه لیکلی، په کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلی چې هېواد یې په بېلابېلو برخو لهدې ډلې د انتخاباتو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
انیس لیکلی، په کابل کې د امریکا سفیر زیاته کړې چې په افغانستان کې انتخابات د دغه هېواد خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره ډېر مهم او با ارزښته دی.
په مطلب کې د نوموړی په حواله دا هم راغلی چې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د جوړولو لپاره له افغان حکومت سره زموږ هڅې روانې دی او دا د افغان دولت او د افغانستان د انتخاباتو
خپلواک کمېسیون مسؤلیت دی چې انتخابات په شفاف ډول ترسره کړی.