فلسطین د سعودی عربستان لومړیتوب نه دی
-
نه یوازې سعودي عربستان بلکې د فارس خلیج ټول عرب هیوادونه به له اسرائیلو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي .
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په امریکا کښې له اغیزشیندونکو یهودی مشرانو سره په کتنې کښې داسې څرګندونې وکړې چې د ټولو مسلمانانو زړونه یې زخمی کړی دی .
هغه دامریکا له یهودی مشرانو سره په کتنې کښې وویل دفلسطین خلک دې باید خوله بند کړی .
محمد بن سلمان وویل دفلسطین خلک یا دامریکا لخوا مطرح شوی وړاندیز ومنی یا د امن تړون ومنی یا خپلې ګلې بندې کړی .
هغه وویل سعودی عربستان له ډیرو مشکلاتو سره مخ دی او فلسطین د عربستان لومړیتوب نه دی .
د سعودی عربستان دیکتاتور ولی عهد محمد بن سلمان دامریکا یهودی مشرانو ته په وینا کښې ژمنه وکړه چې نه یوازې سعودی عربستان بلکې د فارس خلیج ټول عرب هیوادونه به له اسرائیلو سره نږدې اړیکې ټینګې کړی چې له کبله به یې داسرائیلو او دفلسطین د سولې په خبرو کښې ډیر پرمختګ ترلاسه شی .