دسعودی عربستان بې پایلوته الوتکه نسکوره شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70246-دسعودی_عربستان_بې_پایلوته_الوتکه_نسکوره_شوی_ده
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې د سعودی عربستان دجاسوسۍ یوه (۱)الوتکه نسکوره شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2018 00:17 Asia/Kabul
  • په یمن د امریکا په ملاتړ سره د سعودي عربستان حملې د خلکو د وژلو او ددغه هیواد دبیخ بنایانو د تباه کیدا په دوام سره ادامه لري .
    په یمن د امریکا په ملاتړ سره د سعودي عربستان حملې د خلکو د وژلو او ددغه هیواد دبیخ بنایانو د تباه کیدا په دوام سره ادامه لري .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې د سعودی عربستان دجاسوسۍ یوه (۱)الوتکه نسکوره شوه .

د سعودی عربستان دجاسوسۍ دغه بې پایلوټه  الوتکه پرون دیمن د پوځ او د انصار الله ولسی غورځنګ د دافع هوا لخوا دصعده ولایت په« ال قراد »سیمه کښې نسکوره شوه.

دیمن دپوځ او د انصار الله غورځنګ دافع هوا په تیرې شنبې ورځ هم د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په «جازان» سیمه کښې د عربستان په یوې بلې بې پایلوټه جاسوسۍ الوتکې حمله کړی وه .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو ددغه هیواد دسیاسی شورا دپخوانی مشر صالح صماد له ټرور څو ورځې مخکې په الحدیده سیمه کښې د امریکا دایم کیو نهه(MQ-9) په نوم پرمختللی بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړی وه .

دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف د اپریل دمیاشتې په نولسمه(۱۹) نیټه د یمن د سیاسی شورا دپخوانی مشر صالح صماد د وژلو په عملیاتو کښې د امریکا له ایم کیو نهه ډوله بې پایلوټه الوتکې استفاده کړی وه .

په یمن د امریکا په ملاتړ سره د سعودی عربستان حملې او بمبارۍ  درې(۳)  کلنې شوی دی او دغه بریدونه له سیاسی هدف پرته او یوازې دیمن د خلکو د وژلو او ددغه هیواد دبیخ بنایانو د تباه کیدا په دوام سره ادامه لری .