دسعودی عربستان بې پایلوته الوتکه نسکوره شوی ده
-
په یمن د امریکا په ملاتړ سره د سعودي عربستان حملې د خلکو د وژلو او ددغه هیواد دبیخ بنایانو د تباه کیدا په دوام سره ادامه لري .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ دیمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې د سعودی عربستان دجاسوسۍ یوه (۱)الوتکه نسکوره شوه .
د سعودی عربستان دجاسوسۍ دغه بې پایلوټه الوتکه پرون دیمن د پوځ او د انصار الله ولسی غورځنګ د دافع هوا لخوا دصعده ولایت په« ال قراد »سیمه کښې نسکوره شوه.
دیمن دپوځ او د انصار الله غورځنګ دافع هوا په تیرې شنبې ورځ هم د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په «جازان» سیمه کښې د عربستان په یوې بلې بې پایلوټه جاسوسۍ الوتکې حمله کړی وه .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو ددغه هیواد دسیاسی شورا دپخوانی مشر صالح صماد له ټرور څو ورځې مخکې په الحدیده سیمه کښې د امریکا دایم کیو نهه(MQ-9) په نوم پرمختللی بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړی وه .
دسعودی عربستان تیریګر ائتلاف د اپریل دمیاشتې په نولسمه(۱۹) نیټه د یمن د سیاسی شورا دپخوانی مشر صالح صماد د وژلو په عملیاتو کښې د امریکا له ایم کیو نهه ډوله بې پایلوټه الوتکې استفاده کړی وه .
په یمن د امریکا په ملاتړ سره د سعودی عربستان حملې او بمبارۍ درې(۳) کلنې شوی دی او دغه بریدونه له سیاسی هدف پرته او یوازې دیمن د خلکو د وژلو او ددغه هیواد دبیخ بنایانو د تباه کیدا په دوام سره ادامه لری .