دایران او د پینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه نیمګړتیا لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70254-دایران_او_د_پینځه_جمع_یوې_ډلې_اټومی_موافقه_نیمګړتیا_لری
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ(Donald Trump) پرون یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې (P5+1)ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه له نیمګړتیا ډکه وبلله او داسې موافقې ته درسیدا لپاره یې چې هغه حقیقی وبلله چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په اپوټه ددغه اټومي تړون د ساتلو غوښتونکي دي .
    دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په اپوټه ددغه اټومي تړون د ساتلو غوښتونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ(Donald Trump) پرون یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې (P5+1)ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه له نیمګړتیا ډکه وبلله او داسې موافقې ته درسیدا لپاره یې چې هغه حقیقی وبلله چمتووالی اعلان کړ .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کښې د نایجریا له ولسمشر محمدو بوهاری (Muhammadu Buhari)سره په ګډ خبری کانفرنس کښې دغه راز په ۲۰۲۵ میلادی کال کښې د ایران  د ځینو اټومی ژمنو  د وخت دپاې ته رسیدا ته په اشارې سره ادعا وکړه ایران به په راتلونکو اوو (۷)کلونو کښې ازاد وی چې اټومی وسلې تولید کاندی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه چټی څرګندونې په داسې حال کښې دی چې داټومی انرژۍ نړیوال اژانس(International Atomic Energy Agency) تراوسه په ځلونو دایران داټومی فعالیتونو په سوله ایزوالی ټینګار کړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم په ځلونو د اټومی تړون دنورو غړیو هیوادونو(روسیې ، چین،جرمنی، بریتانیا ، فرانسې او د اروپایی اتحادیې ) د دریځونو په اپوټه دغه تړون ویرونکی او بد بللی وو.

دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې ادعا سره چې اټومی موافقه یوازې دایران داسلامی جمهوریت ګټې تامینوی د واشنګټن دګټو په لړ کښې په دغه اټومی موافقې کښې د بدلون د راوستلو غوښتونکی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی (Federica Mogherini)او د اټومی موافقې نورولوروهیوادونو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی تړون له نړیوالې ټولنې سره اړه لری جوته کړی ده اټومی تړون داسې موافقه نه ده چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی وی او په هغې کښې کوم بدلون راولو .

دنړۍ هیوادونه د امریکا د ولسمشر ټرمپ په اپوټه ددغه اټومی تړون د ساتلو غوښتونکی دی .