دروغ وئیل او دوکه ورکول"د آمریکا او اسراییلو ګډه ځانګړنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70288-دروغ_وئیل_او_دوکه_ورکول_د_آمریکا_او_اسراییلو_ګډه_ځانګړنه
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د ایران پرخلاف په یوې نوی تبلیغاتی شو کښې له فایلونو او سی ډی ګانو دوو الماریو د عکس په ښودلو سره ادعا وکړه:د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅې په باره کښې په ۵۵ پاڼو او ۱۸۳ سی ډی ګانو مشتمل مستدل مدرک لری او نړیوالې ټولنې او د اټومی انرژی نړیوال آژانس ته یې ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2018 10:11 Asia/Kabul
  • دروغ وئیل او دوکه ورکول

د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د ایران پرخلاف په یوې نوی تبلیغاتی شو کښې له فایلونو او سی ډی ګانو دوو الماریو د عکس په ښودلو سره ادعا وکړه:د اټومی وسلو د جوړولو لپاره د ایران د هڅې په باره کښې په ۵۵ پاڼو او ۱۸۳ سی ډی ګانو مشتمل مستدل مدرک لری او نړیوالې ټولنې او د اټومی انرژی نړیوال آژانس ته یې ورکړی دی .

کله چې د آمریکا پخوانی اولسمشر جورج بوش په دې کښې کامیاب شو د نړیوالو ذهن داسې ځان ته جلب کړی چې ټول پرې باور وکړی،په عراق کښې ډلوژونکی وسلې بشریت ګواښی؛ښایی کمو خلکو دا ګومان کاوه چې دروغ وئیل،خپلو سپیرو موخو ته د رسیدا لپاره د ځینو تش په نامه سیاستوالانو په اوزار بدل شوی دی ، د بوش د دغو دروغو پایله پر عراق حمله وه.

البته کلونه کلونه کیږی چې دغو دروغجنو د نړیوالو غوږونه کاڼه کړی دی ایران اټومی وسلې ته د رسیدا نیت لری.دغه دروغ په داسې حال کښې دی چې د نړیوال عمومی افکار ښه پوهیږی چې اسراییل لږترلږه دوه سوه اټومی خولۍ لری .د نتانیاهو ادعا د هماغو پخوانیو ادعاګانو تکرار دی چې آمریکایانو تر دې وړاندې  د ایران د اټومی فعالیتونو په هکله  PMD   نومی دوسیه جوړه کړی وه او په برجام کښې دغه دوسیه د آژانس له خوا بنده کړی شوه . په دولس کاله دروغ او تومت وییلو پسې ؛ د آمریکا نوی خارجه وزیر او د سی.ائی.آ پخوانی مشر،مایک پمپئو د خارجه وزیر په توګه د خپلې وړتیا په جاجونکی ناستې کښې د دغو ادعاګانو پر دروغوالی

اعتراف وکړ او ویې ویل:له اټومی موافقې وړاندې ،د اټومی وسلو د جوړولو په لور د ایران د خوځښت په اړه هیڅ نښه نه وه او اوس هم داسې نښه نشته چې د برجام له لاسلیک کولو پرته ایران داسې توان موندلی وی . د غور وړ خبره دا ده چې د نتانیاهو دا ادعا نیواکی فلسطین ته د پمپئو له سفره سملاسی وروسته مطرح شوه او ویې ښودله چې د ټرمپ لاس خالی دی او هغه له برجامه د وتلو لپاره یوې پلمې ته اړمن دی.د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسئولې فیډریکا موګرینی دغه تبلیغاتی

نندارې ته په غبرګون کښې بیګا پر دې په ټینګار سره چې د اټومی انرژی نړیوال آژانس تر اوسه پورې په لسو راپورونو کښې برجام ته د ایران پایبندی تایید کړی،ډاګینه کړه:نتانیاهو داسې کوم مدرک وړاندې کړی نه دی چې دا وښئ،ایران د برجام خلافورزی کړی ده .

یوه کوبائی لیکوال، خوان ګالمان  څه موده وړاندې په ګرانما ورځپاڼه کښې په خپلې مقاله کښې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر هیرونکی دروغجن وباله او ویې لیکل:   نتانیاهو شپږ کاله مخکښې د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلې کښې ادعا وکړه؛ایران تر راتلونکی اوړی پورې د یورانیمو ۹۰ سلنې بډایولو پړاو ته رسیږی یا په وینا یې سرې کرښې ته رسیږی،په داسې حال کښې چې هغه په ۱۹۹۶ کال کښې وییلی وو،ایران اټومی بم جوړ کړی دی .دغه کوبائی شناندی په ګوته کړی:د نتانیاهو دا خیالی کیسه د کیمیایی او ډلوژونکو وسلو د پټولو په پلمه پر عراق د حملې او نیواک د سپیناوی لپاره په ملګرو ملتو کښې د سپینې ماڼۍ د هغې ډرامې یادونه کوی  چې پکښې د آمریکا د هغه مهال خارجه وزیر کولین پاول ،په عراق کښې د اټوم بم د جوړولو د مرکزونو په توګه د جعلی سپوږمکیزو عکسونو یوه ټولګه وښودله  او پلمه یې په لسګونو زره عراقیان ووژل او په میلیونونو یې کړواله کړل خو بیا معلومه شوه چې هغه ټول عکسونه جعلی او خیالی وو او داسې وسلې بیخی په عراق کښې نشته .د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم پرون په خپل تویټری پیغام کښې نتانیاهو دروغجن شپانه ته ورته وبلل او ویې لیکل:هغه ماشوم  شپون چې  له دروغ وییلو لاس نه شی اخیستلی،بیا یې هم خپل پخوانی عادت ته مخه کړی.هغه د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د ښودونکې انځور له شرم او  چټی توبه درس وانه خیسته.دغه دروغ د نړیوالې ټولنې د پوهې او شعور سپکاوی دی او باید نور ختم کړی شی .