نن سبا قدرت یوازې پوځی مولفه نه ده
د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ، دهغه لګښت اندازه چې سعودیان ئې د پوځی وسلو داخستو لپاره ورکوی ، په نړیوال ډګر کې دقدرت دمعادلې په بدلیدو د هغوی خپګان دی ، ځکه چې نن سبا دقدرت مولفه، د حکومتونو د رواوالی د اصل پشمول دبیلابیلو فیکټرونو په اساس ده .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن دتهران په امیر کبیر پوهنتون کې د : استاد دمقام: د درنښت په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې وسلې ، پوځی تجهیزات او وسلوال پوځ ډیر مهم دی ، اوباید دهغو له پیاوړتیا غفلت ونه شی ، زیاته کړې ، خو د سرزرو په وړاندې د دریدا لپاره دایران اصلی سرچینه ، په ولسی قدرت تکیه کول دی .
د ایران خارجه وزیر روښانه کړې ، دهغه لګښت اندازه چې سعودیان ئې د پوځی وسلو داخستو لپاره ورکوی ، په نړیوال ډګر کې دقدرت دمعادلې په بدلیدو د هغوی خپګان دی ، ځکه چې نن سبا دقدرت مولفه، د حکومتونو د رواوالی د اصل پشمول دبیلابیلو فیکټرونو په اساس ده .
جواد ظریف همداراز وئیلی دی ، په اوسنۍ نړۍ کې دنړیوال ډګر یوه بله ځانګړنه ، دحکومتونو له ختیاره د منظم شوو تاؤتریخوالو اوزور څخه داستفادې دقدرت وتل دی ، چې عینی مصداق ئې ، په وروستیو څو کلونو کې د داعش تکفیری ډلې پشمول د نورو ترهه ګرو ډلو په اقداماتو کې لیدل کیدلی شی .
هغه داسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې تر دې دمه له ایران سره د ځینو هیوادونو دښمنۍ ته په اشارې سره وئیلی دی ، اسلامی ایران به خپل قدرت،پخپل ولس په تکیې سره وساتی او د ایران راتلونکی ډیر روښانه دی.