دامام مهدی(ع)نیکمرغه زوکړه دې پرټولومبارک وی
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی هم په دې مناسبت د نړۍ درستو مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .
داسلام دګران پیغمبر یو لمسی او دامامت د آسمان دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی آخرلزمان دنیکمرغه زوکړې دکلیزې شپه چې په درستې نړۍ کې په شبقدر یا نیمه شعبان هم مشهوره ده ، په درستې نړۍ په تیره بیا په اسلامی ایران کې په ډیر پرتم او ولولې سره لمانځل کیږی او درست ښارونه، کلی، ښارګی ، زیارتونه او په تیره بیا په قم سپیڅلی ښار کې د جمکران جامعې جومات، دحضرت امام رضا علیه لسلام سپیڅلی حرم دبی بی معصومه سلام ا.... علیها پاک حرم او دغه راز نور سپیڅلی زیارتونه داهل بیت علیهم السلام له مینه والو ډک دی او درست مینه وال د اهل بیت علیهم السلام په تیره بیا د حضرت امام مهدی له سیرت او ځانګړنو ځانونه خبروی او خپله مینه پرې ماتوی .
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکی هم په دې مناسبت د نړۍ درستو مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .