چین او هندوستان په افغانستان کښې ګډه پروژه ترسره کوی
May 02, 2018 00:07 Asia/Kabul
-
د چین او دهند د ګډې پروژې په اړه موافقه د پاکستان چارواکو ته دغه پیغام لري چې چین په افغانستان کښې د هند رول په رسمیت پیژندي .
ایرنا خبری اژانس وایی چین او هندوستان د لومړی ځل لپاره په افغانستان کښې د ګډې اقتصادی پروژې د ترسره کولو لپاره موافقه وکړه .
دغه موافقه د چین د ولسمشر شی جین پینګ او د هند دلومړی وزیر ناریندرا مودی ترمینځ په غونډې کښې چې په بیجینګ کښې وشوه لاس ته راغلی ده .
دهندوستان رسنیو راپور ورکړی په افغانستان کښې د چین او دهند د ګډې پروژې په اړه موافقه د پاکستان چارواکو ته دغه پیغام لری چې چین په افغانستان کښې د هند رول په رسمیت پیژندی .
ویل کیږی چې له دې مخکې هم دهند اودچین چارواکو په ۲۰۱۰ میلادی کال کښې دافغانستان په اقتصادی پروژو کښې د ګډې ملګرتیا لپاره خپلې خبرې اعلان کړی وې .