دفرانسې پولیسو په مظاهره چیانو زهرجن ګازونه وکارول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70324-دفرانسې_پولیسو_په_مظاهره_چیانو_زهرجن_ګازونه_وکارول
زمونږخبریال وایی د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې د کارګر (Labour Day)دنړیوالې ورځې مظاهرې تاوتریخجنې شوې او مظاهره چیانو څو ګاډی وسوزول او پیټرول بمونه یې وغورځول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2018 00:45 Asia/Kabul
  • دایران د راډیو او ټیلي ويژن ادارې یو عکاس توحیدیان   په سر د پلاسټیک د مرمې د لګیدال له کبله سخت ژوبل شوی .
    دایران د راډیو او ټیلي ويژن ادارې یو عکاس توحیدیان په سر د پلاسټیک د مرمې د لګیدال له کبله سخت ژوبل شوی .

زمونږخبریال وایی د فرانسې په پلازمینې پاریس کښې د کارګر (Labour Day)دنړیوالې ورځې مظاهرې تاوتریخجنې شوې او مظاهره چیانو څو ګاډی وسوزول او پیټرول بمونه یې وغورځول .

دغه مظاهرې پرون د پاریس له باستیل میدان پیل شوې او کابو دولس سوه(۱۲۰۰) مظاهره چیانو ماسکونه اچولی وو .

د فرانسې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوبو شیندونکو ګاډو او اوښلنو ګازونو استفاده وکړه .

دایران دراډیو او دټیلی ویژن ادارې صداوسیما دخبری ډلې غړی چې د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون دسیاستونو پرضد د اعتراض کونکو  او د کارګر دنړیوالې ورځې مظاهرو ته یې پوښښ ورکاوه په مظاهره چیانو د پولیسو دحملې له کبله ژوبل شول او روغتون ته یوړل شول .

دایران د راډیو او ټیلی ویژن ادارې یو عکاس توحیدیان   په سر د پلاسټیک د مرمې د لګیدا له کبله سخت ژوبل شوی او بې هوشه دی .

دایران بل خبریال شهسوار حسینی هم د فرانسې دبلوا ضد دپولیسولخوا د زهر جن ګاز له کبله ژوبل شوی او روغتون ته وړل شوی .