دامریکا یوې محکمې د ایران پرضد چټی حکم صادر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70334-دامریکا_یوې_محکمې_د_ایران_پرضد_چټی_حکم_صادر_کړی
مهر خبری اژانس وایی د امریکا دنیویارک په جنوب کښې یوې(۱) محکمې (Court)پرون په یوه غیابی حکم او د سندونو له وړاندې کولو پرته دایران اسلامی جمهوریت د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر د یولسمې نیټې د ترهګرو حملو د وژل شویو کسانو کورنیو ته د څه دپاسه شپږ (۶)میلیارډه ډالرو په ورکولو محکوم کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2018 01:55 Asia/Kabul
  • قاضي ډانلیز له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې هم دایران پرضد څو غیابي حکمونه ورکړي وو .
    قاضي ډانلیز له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې هم دایران پرضد څو غیابي حکمونه ورکړي وو .

مهر خبری اژانس وایی د امریکا دنیویارک په جنوب کښې یوې(۱) محکمې (Court)پرون په یوه غیابی حکم او د سندونو له وړاندې کولو پرته دایران اسلامی جمهوریت د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر د یولسمې نیټې د ترهګرو حملو د وژل شویو کسانو کورنیو ته د څه دپاسه شپږ (۶)میلیارډه ډالرو په ورکولو محکوم کړ .

د امریکا دنیویارک په جنوب کښې د محکمې قاضی جارج بی ډانیلز(George B. Daniels)په یوې چټی ادعا کښې دایران حکومت او د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران ځواک د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر د یولسمې(۱۱) نیټې په ترهګرو حملو کښې د څه دپاسه زرو(۱۰۰۰) کسانو  د وژلې مسول وباله .

قاضی ډانلیز له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې تر ۲۰۱۶ میلادی کال پورې هم دایران پرضد څو غیابی حکمونه ورکړی وو .

د امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دمیاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې په ترهګرو حملو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د لاس لرلو په اړه د نیویارک په جنوب  کښې دمحکمې د قاضی جارج بی ډانلیز چټی ادعا د امریکا د ولسی جرګې کانګرس د تحقیق ډلې ته له اړونده اطلاعاتو سره کاملا توپیر لری .

په تیر میلادی کال کښې دامریکا د کانګرس دتحقیق ډلې ته د اړونده اطلاعاتو اتویشت(۲۸) پاڼې د۲۰۰۱ میلادی کال دسپتمبر دیولسمې نیټې له حملو څو میاشتې وروسته برابرې شوی وې خپرې شوې  .

ددغو سندونو په یوې برخې کښې ویل شوی دی  چې له نولس (۱۹)کسانو څخه چې الوتکې یې تښتولی وې او په امریکا کښې یې د سپمتمبر د میاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې حملې ترسره کړی وې پینځلس (۱۵)کسان د عربستان او دوه (۲)هم دمتحده عربی اماراتو ښاریز وو چې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو له استخباراتی ادارو او چارواکو سره په ارتباط کښې وو  او دغو دوو(۲) هیوادونو ورسره مالی مرستې کولې .