ماشومانوته غوسه ولې ورځی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70338-ماشومانوته_غوسه_ولې_ورځی
زمونږ خبریال وایی په ماشومانو کښې د ایرن (Iron)کمۍ او په وینې کښې د ویټامین بی دولس(Vitamin B-12) کمۍ دهغوې په چلند او رویې اغیز شیندی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2018 03:23 Asia/Kabul
  • دانسان ددماغو ځینې برخې په ماشومتوب کښې جوړیږي .
    دانسان ددماغو ځینې برخې په ماشومتوب کښې جوړیږي .

زمونږ خبریال وایی په ماشومانو کښې د ایرن (Iron)کمۍ او په وینې کښې د ویټامین بی دولس(Vitamin B-12) کمۍ دهغوې په چلند او رویې اغیز شیندی .

په امریکا کښې په یوه ترسره شوی طبی تحقیق کښې ویل شوی دی چې  په اته کلونو عمر لرونکو هلکانو کښې د فولادو او د وینې د کمی په وجه یا د  اینیمیا په وجه په هغوې کښې غصه ، او اضطراب لس(۱۰) فیصده زیاتیږی چې د هغوې  د زده کړې په صلاحیت هم اغیز شیندی .

دامریکا د پوهنتون یوه پروفیسر وویل دانسان ددماغو ځینې برخې په ماشومتوب کښې جوړیږی .

هغه وویل دهلکانو  په دماغو کښې په ماشومتوب کښې رامینځته شوی بدلونونه دهغوې په کړچارونو اغیز شیندی .

دامریکا په یوې مجلې کښې په یوې خپرې شوی مقالې کښې ویل شوی دی چې په درې زره(۳۰۰۰) ماشومانو چې عمرونه یې له پینځو(۵) کلونو تر دولسو (۱۲)کلونو پورې وو طبی څیړنه وشوه او پکښې دغه خبره ثابته شوه  چې په انسان کښې د ایرن دکمۍ په وجه دهغو په دماغو کمیدونکی مثبت اغیزونه له کم عمر څخه په پیلیدا سره په ځوانۍ کښې په منفی  کړچارونو بدلیږی چې ورپسې په بوډاتوب کښې دماغ ستړی کیږی .

دامریکا محققانو د انجلیو په دماغو کښې داسې هیڅ اغیز ونه لید او هغوې په دې اړه د تفصیل ورکولوته هم تیار نه دی .

دامریکا محققانو وویل د هلکانو او انجلیو د دماغو جلا جلا مطالعه کول ضروری دی ځکه چې ددوې دماغ په مختلفو وختونو کښې وده کوی .