داسرائیلو لومړی وزیر دخبریال پوښتنې ته ځواب ورنکړ
-
ایران د اټومي موافقې له لاسلیک کولو مخکې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کړي وه .
زمونږخبریال وایی د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پرون دامریکا له سی این این(CNN)) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په ځلونو ددغو پوښتنې چې ایا اسرائیل اټومی وسلې لری له ځواب ورکولو ډډه وکړه او یوازې په دې خبرې یې ټینګار وکړ چې تل ابیب له ایران سره د پوځی ټکر هڅه نه کوی .
د امریکا د سی این این (CNN))ټیلی ویژن مجری د صهیونیسټ رژیم له لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو سره له مرکې وروسته وویل په تیرې دوشنبې ورځ د اسرائیلو دلومړی وزیر نتانیاهو لخوا د ایران پرضد د تبلیغاتی ډرامې له وړاندې کولو وروسته هغه له دغو تورونو سره مخ دی چې دایران داټومی پروګرام پرضد د نتانیاهو لخوا وړاندې شوی مطالب د نړیوالې ټولنې لپاره کومه نوی خبره نه ده .
دامریکا سی این این ټیلی ویژن په یوه (۱)پروګرام کښې چې کله د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای() له پخوانی مشر مایکل هیډن څخه پوښتنه وشوه چې د صهیونیسټ رژیم دلومړی وزیر نتانیاهو لخوا د ایران په باره کښې وړاندې شوی اطلاعات کومه نوی خبره لرله نو هغه په ځواب کښې وویل دنتانیاهو اطلاعاتو کومه نوی خبره نلرله .
دقدس دنیواکګر رژیم لومړی وزیر نتانیاهو په تیرې دوشنبې ورځ په یوې چټی ډرامې کښې ادعا وکړه زمونږ رژیم داسې سندونه په واک کښې لری چې ښیی ایران د اټومی موافقې له لاسلیک کولو مخکې د اټومی وسلو د جوړولو هڅه کړی وه .