شمالی کوریا خپل بلاسټیک توغندی له مینځه وړی
-
د اټومي کارپیژاندو یوه ډله د شمالي کوریا د اټومي مرکزونو د لیدو لپاره دغه هیواد ته رسیدلي ده .
ایسنا خبری اژانس وایی شمالی کوریا له یوې لوې وچې دبلې لوې وچې ویشتونکو بلاسټیک توغندیو د له مینځه وړلو او له خپلو اټومی مرکزونو د نړیوالو کارپیژاندو له کتنې سره موافقت وکړ .
د جاپان اساهی(Asahi) ورځپاڼې ادعا وکړه دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ای ای(Central Intelligence Agency) او د اټومی کارپیژاندو یوه ډله د شمالی کوریا د اټومی مرکزونو د لیدو لپاره دغه هیواد ته رسیدلی ده .
د شمالی کوریا حکومت دغه راز دلومړی ځل لپاره موافقه کړی ده چې نړیوال کارپیژاندی د دغه هیواد داټومی مرکزونو کتنه وکړی .
له دې مخکې د شمالی کوریا مشر کیم جونګ ان(kim jong un) ویلی وو راتلونکی میلادی میاشت د پیونګ ری اټومی مرکز بندوی او اټومی کارپیژاندی او خبریالان به ددغه مرکز د کتلو لپاره وروبولی .
بل خبر دا چې شمالی کوریا دامریکا درې(۳) بندیان له یوه کیمپ څخه هټل ته انتقال کړل .
دامریکا دغه درې ښاریز د شمالی کوریا د حکومت پرضد دغلیمانه اقداماتو د ترسره کولو په تور د پیانګ یانګ په خوا کښې په یوه(۱) کیمپ کښې بندیان وو چې اوس یوه(۱) هوټل ته انتقال کړی شوی دی .
د امریکا ددغو دریو بندیانو انتقالیدل په میی(May) یا جون( June) میاشت کښې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ او دشمالی کوریا د مشر کیم جونګ ان ترمینځ له غونډې مخکې ترسره شوی دی .