چاقۍ د انسان دماغ زر بوډا کوی
May 03, 2018 10:13 Asia/Kabul
-
د اعصابو سپینه ماده د دماغو نیمه برخه جوړوي او زیات کارونه ترسره کوي .
زمونږ خبریال وایی سائنس پوهان له ډیرې مودې راهسې له یوې (۱)سترې ستونزې سره مخ وو چې چاقۍ دانسان د اعصابو له فعالیت سره کوم ډول اړیکه لری . ؟
خو اوس دغه ستونزه ختمه شوی ده .
اوس په یوه (۱)نوی تحقیق کښې معلومه شوی ده چې چاقۍ دانسان اعصاب زر زړوی او ساینس پوهانو ددې مقصد لپاره په پینځه سوه یویشتو(۵۲۷) کسانو تحقیق ترسره کړی دی .
سائنس پوهانو د اعصابو په سپینې مادې تحقیق وکړ .
د اعصابو سپینه ماده د دماغو نیمه برخه جوړوی او زیات کارونه ترسره کوی .
ساینس پوهانو ولیدل کوم کسان چې چاق وو نو دهغوې اعصابو د زیات عمر د کسانو په شان په سستۍ سره فعالیت کاوه .
له دې مخکې په نوروتحقیقاتو کښې ویل شوی وو چې چاقۍ دانسان د شوګر، کینسر او د زړه د ناروغیو سبب کیږی او دانسان عمر اته(۸) کاله کموی هم .