له اټومی تړون دامریکا وتل به غمیزناک وی
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی که چیرې په اټومي موافقې کښې بدلون رانه وستل شي نو له دغه تړون خپل هیواد وباسي .
دامریکا د انرژۍ پخوانی وزیر او له پینځه جمع یوې ډلې غړیو هیوادونو سره دایران په اټومی خبرو کښې د واشنګټن د مرکچی ډلې غړی ارنسټ مونیز(Ernest Moniz)له پی بی ایس (PBS)ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل له اټومی موافقې دامریکا وتل به غمیزناک وی .
هغه له اټومی موافقې د امریکا د وتلو دپایلو په اړه وویل دغه اقدام د امریکا او د اروپا ترمینځ د تفرقې سبب کیږی .
د امریکا د انرژۍ پخوانی وزیر ارنسټ مونیز ډاګینه کړه له اټومی موافقې دامریکا په وتلو سره زیاته بې نظمۍ رامینځته کیږی ځکه چې د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنی په شمول ډیرو اروپایی هیوادونو د اټومی موافقې ملاتړ کړی او امریکا هم باید له دغو هیوادونو سره ملګرتیا وکړی .
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې اټومی موافقه د ۲۰۱۶ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرایی شوی ده خو دامریکا حکومت ددغه ډلې د یوه (۱)غړی په توګه تل د اټومی تړون داجرا په لاره کښې خنډونه رامینځته کوی او خپلې ژمنې تر پښو لاندې کوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ددغه هیواد د ولسی جرګې لخوا له تصویب شوی قانون سره سم د می دمیاشتې تر دولسمې(۱۲) نیټې پورې وخت لری دایران داټومی بندیزونو دځندولو د دوام په ارتباط فیصله وکړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی دی که چیرې په اټومی موافقې کښې بدلون رانه وستل شی نو له دغه تړون خپل هیواد وباسی .