مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70420-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د البرادعی له قوله لیکلی دی: « د عربو واکمنان؛ په سترو قدرتونو د تکیی پر ځای له ایران سره مذاکره وکړی ».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2018 11:00 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د البرادعی له قوله لیکلی دی: « د عربو واکمنان؛ په سترو قدرتونو د تکیی پر ځای له ایران سره مذاکره وکړی ».

د اټمی انرجۍ د نړیوال آژانس پخوانی مشر« محمد البرادعی »، د عربانو په خلاف د« ټرمپ » له سپکاوی کونکو خبرو وروسته، د سیمی د عربی هیوادونو له واکمنانو وغوښتل، چی د دی پرځای چی خپل برخلیک د سترو قدرتونو په لاس وسپاری، او په هغوی

تکیه وکړی، له ایران سره چی په سیمه کی د هغوی ګاونډئ دئ، خبری اترې وکړی.

مصری پخوانی تجربه لرونکی سیاستوال« البرادعی » پدې اړه وویل: سیمه په موږ پوری تعلق لری، او امنیت یی زموږ امنیت دئ، آیا په راتلونکی کی به؛ په مذاکرو کی د یو اصلی لوری په توګه، له ایران سره په خبرو اترو کی برخه واخلو؟

البرداعی په دوام کی څرګنده کړه: د سیمی د عربی هیوادونو واکمنان باید، خپل برخلیک د سترو قدرتونو په لاس ونه سپاری، او له یوې مودې وروسته پښیمانه شی، هغوی باید له ایران سره په مذاکرو کی ګډون ولری، ترڅو وکولای شی په سیمه کی هم له  خپلو ګټو څخه ساتنه وکړی. 

******

د تهران چاپ د ایران ورځپاڼی په نړیوالو راپورونو کی، د جاپان د لمړی وزیر له قوله راغلی دی:« د جاپان سفارت به بیت المقدس ته منتقل نه شی ».

د دغه راپور له مخې؛ د جاپان لمړی وزیر« شینزو آبه » چی د فلسطین نیواکی سیمو ته یی سفر کړئ، ټینګار وکړ: د یاد هیواد

سفارت به قدس ته منتقل نه شی.

د فلسطین د خبری آژانس« وفا » د راپور په اساس، د جاپان لمړی وزیر، دغه ویناوی د رام الله په ښار کی د فلسطین د کورواګو تشکلیلاتو له مشر« محمود عباس » سره، په کتنه کی بیان کړې.

د جاپان وزیراعظم« شینزو آبه » همداراز نیواکی ټاټوبی ته په خپل سفر کښې د صهیونیسټی رژیم لمړی وزیر« بنیامین نتانیاهو » ته وویل؛ چې ټوکیو لاهم د برجام ملاتړ کوی.

د صهیونیسټی رژیم د هاآرتص ورځپاڼې په رپورټ کښې راغلی دی: شینزو آبه ټینګار وکړ چې جاپان هماغه شان له ایران سره د شوې ایټمی موافقې ملاتړ کوی او هغه په مینځنی ختیځ کښې له ثبات سره یوه مرسته ګڼی.

د صهیونیسټی رسنیو د خبر له مخې، نتانیاهو له شینزو آبه سره په کتنه کښې د ایران د ایټمی پروګرام په هکله خپلو ادعایی اسنادو ته په اشارې سره یوځل بیا مدعی شو؛ چې برجام یوه (بده موافقه) ده.

د اسرائیلو ټایمز ویب سایټ هم لیکلی دی: د نتانیاهو ادعاوې د

هغو هیوادونو د مشرانو له بدبینۍ سره مخ شوی چې د ایټمی موافقې ملاتړ کوی او وایی چې د دې موافقې د خلاف ورزۍ په هکله عینی شواهد نشته. 

*******

 د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی د بهرنیو راپورونو په یو سرلیک کی لولو:« د بالستیک توغندویو له نابودولو؛ او د نړیوالو پلټونکو له شتون سره د پیونګ یانګ موافقه »

د دغه راپور له مخې؛ شمالی کوریا موافقه کړې ده، چی خپل د لویی وچې ویشتونکی بالستیک توغندی له منځه یوسی، او د لمړۍ ځلې لپاره؛ اټمی پلټونکو ته اجازه ورکړی، چی د یاد هیواد له اټمی ډیپوګانو څخه لیدنه وکړی.

د جاپان د آساهی ورځپاڼی ولیکل: یوه ډله اټمی کارپوهان، او د « سی؛آی؛ای » په نامه د امریکی د مرکزی استخباراتو آژانس غړی، د روان میلادی کال د اپریل په وروستیو کی، د یو اوونیز سفر لپاره، شمالی کوریا ته ورغلی دی.

همداراز د شمالی کوریا دولت موافقه کړې ده، چی د لمړۍ ځلې لپاره پلټونکو ته اجازه ورکړی، چی د دغه هیواد اټمی ډیپوګانو  

ته لاسرسی ولری.

همدا ډول ټاکل شوې ده؛ د کوریا ټاپو وزمې د اټمی بشپړې بی وسلې کونی مسئله، پدې غونډه کی مطرح شی.

*******

اوس مخکی تر دی چی د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله، د بهرنیو ورځپاڼو یو شمیر مطالبو ته یوه لنډه کتنه وکړو، چی څه مطالب یی لیکلی دی؛ د الکترونی تذکرو دویش د پیل په مراسمو کی، د یاد هیواد د ؤلس مشر د ګډون په هکله یو نوی خبر تاسو اورؤو:

افغان ولسمشر په افغانستان کې د برښنایی تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د لومړنۍ الکترونیکی تذکرې په اخیستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقی تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

ښاغلی غنی د تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقی تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

ولسمشر وایی، ترورېستان او هغوی چې انتحاری حملې کوی له جعلی تذکرو استفاده کوی، خو د برقی تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شی.

په ورته وخت کې د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وایی، د برقی تذکرو وېش د ټولنې په ټولو برخو مثبت اغېز لری او خلک باید په‌کې ونډه واخلی.

*****

اوس هم بهرنئ ورځپاڼی را اخلو:

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر تازه څرګندونو ته کتلی چې وایی، د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټینګ دی.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په وینا هېواد به یې د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ وی او د ناټو ماموریت به دغو هڅو ته دوام ورکړی چې طالبان د مذاکراتو مېز ته کینی.

مټېس د دوشنبې د ورځې غبرګو حملو ته په اشارې وویل چې سږ کال به په افغانستان کې جګړه شدیده وی.

د واشنګټن پوسټ په وینا، هغه راپور چې سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی سرپلټونکی لهخوا د افغانستان د بیارغونې په اړه خپور شو، په دغه هېواد کې د جګړې په ډګر کې د تاریک پرمختګ انځور ورکوی.

د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د افغانستان په جګړه کې پر خپلې ژمنې ټینګ دی.

د سیګار په وینا، د روان کال تر جنورۍ میاشتې، په افغانستان کې ۱۴ په سلو کې ولسوالۍ د سخت دریځو تر نفوذ یا ادارې لاندې دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغو ارقامو ته په اشاره ویلی چې د پخوا په پرتله دا شمېر زیات شوی دی.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان امنیتی ځواکونو د شمېر کمېدو ته کتلی دی.

ورځپاڼه لیکی:

پهداسې حال کې چې داعش ډله په افغانستان کې ځمکې نیسی، د امریکا حکومتی سر پلټونکی راپور ورکړی، چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو شمېر مخ پر کمېدو دی.

مقاله لیکی له دې سره په تېر کال کې د افغانستان د ځواکونو د

پیاوړی کولو د یوې کلنې پروژې په اړه پوښتنې راپورته کېږی.

وال سټریټ ژورنال پهدې مقاله کې لیکی چې افغان پوځ او پولیس په افغانستان کې د ثبات راوستلو په خاطر د امریکا د ستراتیژۍ لپاره مهم دی، خو د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د سرپلټونکی یا سیګار د نوی راپور له مخې د دغو ځواکونو شمېر تېر کال ۱۰ فیصده کم شوی دی.

پههمدې حال کې دغه راپور وایی، طالبان او نورې سخت دریځې ډلې په افغانستان کې نورې ولسوالۍ هم نیولی دی.