په فرانسې کې عمومی کاربندیز زیاتره ښارونه په ټپه درولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70432-په_فرانسې_کې_عمومی_کاربندیز_زیاتره_ښارونه_په_ټپه_درولي_دي
دفرانسې په پوهنتونی مرکزونو کې په تعلیمی بدلونونو باندې په اعتراض کې د محصیلینو اعتراضونه هم دوام لری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 03, 2018 13:24 Asia/Kabul
  • په فرانسې کې عمومی کاربندیز زیاتره ښارونه په ټپه درولي دي

دفرانسې په پوهنتونی مرکزونو کې په تعلیمی بدلونونو باندې په اعتراض کې د محصیلینو اعتراضونه هم دوام لری .

 زمونږخبریال  راپورراکړ  د  فرانسې  د ریل ګاډو د شرکت (ایس ،این ،ایس ،ایف) او کارکونکو  عمومی کاربندیز  په دیارلسمې ورځې هم دوام درلودلی او نن هم  د دغه هیواد  دریل ګاډو په تمځایونو کې  فرانسوی  داخلی ا وبهرنی مسافران او سیلانیان  سربداله  شوی دی .

 د د ریل ګاډو د ادارې  د  پلانونې په اساس ،  نن هم   ریل ګاډی  له پټلۍ غړیدلی  او  د کارکونکو کاربندیز  هماغه راز دوام لری .

 د فرانسې  هوائی شرکت (ایر فرانس) پیلوټانو اوکارکونکو هم له تیرو  دوو اونیو راهسې   کاربندیز ته دوام ورکړی و او  د دغه کار بندیز له امله  د دغه شرکت  کابو پنځلس فی صده  الوتونه  هم لغوه شوی دی .

  کاربندیز کونکی  د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون  له خوا  د پانګونې  دبرخې  په ګټه د اصلاحاتو او اقتصادی ریاضت  دمخنیوی  غوښتنه کوی .

 دفرانسې    په هوائی او ریلی کرښو کې  د کاربندیزونو تاوانونه تر دې دمه  شپږ سوه میلیون یورو ته رسیدلی او   د دغه هیواد  دټوریزم برخې ته ئې هم  کابو یو نیم میلیارډ  یورو   تاوان رسولی  دی .

دفرانسې په پوهنتونی مرکزونو کې په تعلیمی بدلونونو باندې په  اعتراض کې  د محصیلینو اعتراضونه هم دوام لری .