جامعه ایټمی موافقه دې دټولو لورو له خوا وساتل شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70442-جامعه_ایټمی_موافقه_دې_دټولو_لورو_له_خوا_وساتل_شی
دملګروملتو سرمنشی ، له ماسکو ،لندن ،پاریس ،برلین او بیجینګه هم غوښتی دغې موافقې ته دپابندۍ او په دې باب د درز اوخنډ د نه رامینځةکیدا لپاره دې هڅه وکړی ،ځکه که د اسې نه وی ، نو دمینځنی ختیځ ،بلکې د درستې نړۍ لپاره به یوه غمیزه رامینځةشی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 03, 2018 19:51 Asia/Kabul
  • جامعه ایټمی موافقه دې دټولو لورو له خوا وساتل شی

دملګروملتو سرمنشی ، له ماسکو ،لندن ،پاریس ،برلین او بیجینګه هم غوښتی دغې موافقې ته دپابندۍ او په دې باب د درز اوخنډ د نه رامینځةکیدا لپاره دې هڅه وکړی ،ځکه که د اسې نه وی ، نو دمینځنی ختیځ ،بلکې د درستې نړۍ لپاره به یوه غمیزه رامینځةشی .

 روسیا الیوم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ ،  دملګروملتو سرمنشی آنتونیو ګوترش  نن پر انګریز چارواکو غږ کړی،د جامعې ایټمی موافقې  دساتلول لپاره دې له خپل ځای ځایګی څخه  استفاده وکړی

 ګوترش  په لندن کې له انګریز لومړۍ وزیرې ترزامی سره  په کتنې کې د جامعې ایټمی  موافقې  په ساتنې کې  او  له دغې نړیوالې موافقې    نه وتلو ته دامریکا په هڅولو کې ئې  دبریتانیا  دریځ  ډیر مهم وبالۀ. 

دملګروملتو سرمنشی ،  له ماسکو ،لندن ،پاریس ،برلین  او بیجینګه هم غوښتی  دغې موافقې ته  دپابندۍ  او په دې باب د درز اوخنډ د  نه رامینځةکیدا لپاره دې  هڅه وکړی ،ځکه  که د اسې نه وی ، نو دمینځنی ختیځ  ،بلکې د درستې نړۍ لپاره  به یوه غمیزه رامینځةشی .

 په عین حال کې  د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  یو ځل  بیا  دایران دپه ضد په یولړغلیمانه  څرګندونو کې  جامعه ایټمی موافقه چې درسته نړۍ ئې یوه شفافه او بشپړ موافقه ګڼی ،  یوه نیمګړی موافقه بللې او  په دې باب ئې  دیوې نوی فیصلې په ضرورت ټینګار کړی  دی.

 هغه د   امریکا دخارجه وزیر په توګه  دلوړې په دستورو کې چې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ په شتون سره ترسره شوې ، ووئیل ،  اوس وخت رارسیدلی ،څو  دایران دایټمی موافقې او   دهغه څه په باب چې هغه  دجامعې ایټمی موافقې خلاف ورزی وبلله ،  فیصله وشی . پمپئو  له ماسکو سره د واشنګټن د اړیکو دخړپړیدا په باب  هم  مدعی شو .واشنګټن ، روسیه  د دغه هیواد  دغلیمانه اقداماتو حقیقی  اړخونو سره مخامخ کړې ده .

دا په داسې  حال کې دی چې   د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  هم ګواښ کړی ،که امریکا له جامعې ایټمی موافقې د وتلو تیروتنه وکړی ، نو امریکا به په نړیوالې ټولنې کې یوازې  پاتې شی او بیا به  له دغه سرزوری هیواد سره  هیڅوک دموافقې  په تکل کې نشی . هغه وئیلی باید امریکائی حکومت دې په خود کې شی او داسې کومه تیروتنه دې ونه کړی چې نړیوالې موافقې  شکمنې کوی .

له دې سره په یووخت د  میونیخ   امنیتی کنفرانس  مشر ولفګانګ ایشینګر  نن  دجرمنی له ټیلویژنی چینل سره په خبرو کې  وړاندیز کړی ،  که ډونالډ ټرمپ   له جامعې ایټمی موافقې د وتلوفیصله وکړی ، نو  د ۵+۱ډلې مشران دې  له اروپائی اتحادئې سره بیړنۍ غونډه جوړه کړی ،څو په دې باب یوه کوټلی اوسملاسی فیصله وشی . هغه وئیلی دی ،   د دغه شان غونډې دترسره کیدا یو مهم ټکی  داد ی چې د جامعې ایټمی موافقې تر چترۍ لاندې  دې د روسیې به شتون سره  د  جی اوه –ډلې  په څیر   یوه غونډه  جوړه شی .

د میونیخ امنیتی کنفرانس  مشر  په جامعې ایټمی موافقې کې دپاتیکیدو  لپآره  له امریکا په غوښتنې سره  له دغې نړیوالې  اومهمې موافقې   د واشنګټن  احتمالی وتل ،ستره تیروتنه وبلله او ټینګار ئې وکړ ، دجرمنی حکومت  له نورو ګډون کونکو سره باید    په هره بڼه چې وی جامعه ایټمی موافقه وساتی .

ټاکل شوې ده  د امریکا ولسمشر  په جامعې ایټمی موافقې کې د امریکا  دپاتیکیدو او یا ورځینی د وتلو په باب  مهمه فیصله  د مئ په دولسمه نیټه وکړی .