دامریکا ولسمشر د ایران اټومی موافقه بد تړون وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70492-دامریکا_ولسمشر_د_ایران_اټومی_موافقه_بد_تړون_وباله
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې (P5+1)ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه غمیزناکه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2018 23:40 Asia/Kabul
  • دنړۍ ټول هیوادونه د اټومي موافقې دساتلو غوښتونکي دي .
    دنړۍ ټول هیوادونه د اټومي موافقې دساتلو غوښتونکي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا دایران او دپینځه جمع یوې ډلې (P5+1)ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه غمیزناکه وبلله .

هغه پرون دامریکا د وسلو د ملی ټولنې په غونډې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه نیمګړتیا لری وویل دامریکا د پخوانی حکومت چارواکی ښې مرکچیان نه وو .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم په ځلونو د اټومی موافقې دنورو غړیو هیوادونو(روسیې ، چین، بریتانیا، فرانسې او د اروپایی اتحادیې ) ددریځونو په اپوته دایران اټومی موافقه ویرونکی او بده موافقه بللی وه .

ټرمپ په دې ادعا سره چې اټومی موافقه یوازې دایران داسلامی جمهوریت ګټې تامینوی د امریکا د ګټو په لړ کښې په دغه اټومی تړون کښې د بدلون د راوستلو غوښتونکی دی .

خو داروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی او د اټومی موافقې نورو غړیو هیوادونو په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې اټومی موافقه له نړیوالې ټولنې سره اړه لری جوته کړی ده دا داسې موافقه نه ده چې په دوه اړخیزه ډول لاسلیک شوی وه او په هغې کښې کوم بدلون راوستل شی .

دنړۍ ټول هیوادونه د اټومی موافقې دساتلو غوښتونکی دی .