مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د ټرمپ له قوله په یو سرلیک کی لیکل شوی:« له هغې ویرونکې موافقې سره سره، چی له ایران سره مو لاسلیک کړې ده، ایرانیان په واټونو کی د مړه دی امریکا شعار ورکوی ».
د امریکی ؤلس مشر یوځلې بیا په اټمی جامع پروګروام( برجام ) نیوکه کړې، او ویلی یی دی؛ پداسی حال کی چی دغه موافقه لاسلیک شوې ده، ایرانیان په واټونو کی د مړه دی امریکا شعار
ورکوی.
د آسوشیټد پرس په حواله، د آرمان امروز ورځپاڼی په لیکنه، د امریکی ؤلس مشر« ډونالډ ټرمپ » پرون پخپلو ویناؤو کی، د شمالی کوریا او ایران په وړاندی د خپل دولت له سخت دریځ څخه دفاع وکړه.
ټرمپ څرګنده کړه: هغه څه چی پیونګ یانګ د مذاکری میز ته را ؤست، د ده قدرتمن دریځ ؤ. هغه؛ د شمالی کوریا په هکله د خپل دولت دریځ ته په اشارې سره وویل: د شمالی کوریا په وړاندی زموږ سیاست ښه دئ. دری میاشتی مخکی ټولو ویل؛ خبری مه کوئ، لطفاً خبری مه کوئ. زموږ پخوانی حکومت د چوپتیا سیاست غوره کړئ ؤ، او ویل یی خبری مه کوئ، چی ممکنه ده هغوی په قهر کړئ، خبری مه کوئ.
ټرمپ؛ زیاته کړه:« د ایران په وړاندی هم یو داشان سیاست ؤ. موږ له ایران سره هغه ویرونکې موافقه لاسلیک کړې ده، بیا هغوی په واټونو کی د پریډ او رسم ګذشت په کولو سره، د مرګ په امریکی شعار ورکوی. ما وپوښتل کوم چا دغه موافقه لاسلیک کړې ده، پداسی حال کی چی هغوی په واټونو کی د مړه دی وی امریکا شعار ورکوی؟»
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی؛ چی« د امریکی پوځ کمانډو ځواکونه، له عربستان څخه د ملاتړ کولو لپاره، د یمن جګړې ته داخل شول ».
په سعودی پوځیانو د یمن د پوځ او انصارالله له خوا، د پرله پسی ماتو له تپل کیدو وروسته، پنتاګون دیته اړ شو؛ چی د امریکی پوځ شین خولۍ کمانډویان، له عربستان څخه د نیغ په نیغ ملاتړکولو لپاره، د یمن پولو ته ولیژی.
یوی امریکایی ورځپاڼی په همدی اړه راپور ورکړ: د امریکی دفاع وزارت« پنتا ګون » د امریکی پوځ د« ګرین برت » په نامه شین خولۍ کمانډو ځواکونه، له یمنیانو سره د مقابلې په منظور، له سعودی پوځ سره د مرستې او د یاد هیواد له ځواکونو څخه د نیغ ملاتړ کولو لپاره، د عربستان جنوبی پولو ته لیژلی دی.
د نیو یارک ټایمز ورځپاڼی ولیکل: د امریکی پوځ شین خولۍ کمانډویان، د انصارالله ځواکونو د بالسټیک توغندویو د ځای د معلومولو او د هغو د ویجاړولو لپاره، له سعودی پوځیانو سره مرسته کوی.
همداراز؛ د امریکی دفاع وزارت یو ځلې بیا جنګی الوتکو ته د سونګ رسولو، لجستیکی مرستو او اطلاعاتی مبادلې په شان، له عربستان سره د مرستو خبر ورکړ.
******
د تهران چاپ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی د نړیوالو راپورونو په یو سرلیک کی راغلی دی:« د بحرین رژیم د دویم ځلې لپاره د منامه په جنوب کی د شیعیانو مسجد وران کړ».
د دغه راپور په اساس، دغه جومات؛ د هغو ۳۸ ؤ جوماتونو له جملې څخه دئ، چی د بحرین د فبرورۍ د ۱۴ نیټې له انقلاب څخه تر اوسه پوری، د بحرین رژیم په وسیله ویجاړ شوی دی، او د سیمی د اوسیدونکو له خوا په شخصی لګښت سره، په لنډ مهاله توګه رغول شوئ ؤ، چی یو ځلې بیا د بحرین دولت له خوا ویجاړ شو.
د بحرینی سرچینو د راپور په اساس، بحرینی ځوانان هم، پرون جمعه د یاد جومات د ورانیدو په اعتراض کی، واټونو ته را وتلی او ټایرونو ته یی اور واچاوه.
په همدی حال کی ویل شوی؛ د امریکی دفاع وزارت« پنتاګون » د بحرین پوځ د« بل وایپر » په جنګی چورلکو سمبالوی.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د برېښنایی تذکرو د وېش د پیل او په تړاو یې د اختلافونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړی دی.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، دا چې ولسمشر غنی او یو شمېر نورو لوړو پوړو دولتی چاروکو د تېرې پنجشنبې په ورځ برېښنایی تذکرې واخیستې او اجرائیه رئیس یې مخالفت وکړ، دا څه نه وې خبره نه ده او د تذکرو د وېش تر پیل دمخه هم دا اختلافونه موجود وؤ.
خو د سرمقاله لیکونکی په خبره، له بده مرغه چې په افغانستان کې ډېرو مسایلو ته له یوې ملی زاویې نه کتل کېږی، څوک ورته د قومې تعصب له زاویې ګوری، څوک ورته د ګوندی تعصب او څوک ورته د خپلو سیاسی او شخصی اغراضو له زاویې.
ورځپاڼه لیکلی، نو داسې ښکاری چې حکومتی مشرانو د ملت حال او غوښتنې هېرې کړی ځکه ملت تر هر څه وړاندې امن غواړی کوم چې دلته نشته.
ملی ارمان:
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی چې ولسمشر تېروتنه کړې ده.
ځکه د سرمقاله لیکونکی په باور ولسمشر د هغه قانون له مخې چې خپله یې لاسلیک کړی او اختلافی موارد په کې دی، د برېښنایی تذکرو وېش پیل کړی چې دا به ستونزې ډېرې او د خلکو یوالی به اغیزمن کړی.
په سرمقاله کې راغلی، ولسمشر وغوښتل په دې کار سره د کابل د وروستی تروریستی برید د مخنیونی په تړاو د حکومت له کمزوریو د خلکو پام بلې خوا ته کړی.
ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې ولسمشر باید تر یوې ملی اجماع پورې دا بهیر ودروی.
ماندګار:
ماندګار ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې، په دې اړه د
احمدشاه مسعود د بنسټ د مشر« احمد ولی مسعود » په حواله لیکلی چې دا یو انتخباتی کمپاین و، خو په دې توګه نه څوک رایئ راټولولی شی او نه هم ملی رهبر کېدلی شی.
هېواد:
هېواد دولتی ورځپاڼه بیا لیکی چې افغان ولس په پراخه کچه د برېښنایی تذکرو د وېش د پیل هرکلی کړی دی، او د دغه ملی بهیر د تحقق او د ملی هویت د خوندیتوب لپاره یې، د دغو تذکرو د اخیستلو لپاره تیاری ښودلی دی.
د هېواد په سرمقاله کې په دې اړه وړاندې راغلی، دا تذکرې امنیت او اقتصادی رفاه رامنځته کوی او دغه شان عدالت او ټولنیز حقونه تامینوی او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره لوی پروګرام دی.
د هېواد سرمقتاله لیکونکی هم د برېښنایی تذکرو د وېش پر سر د حکومتی مشرانو تر منځ اختلافونو ته اشاره کړې، خو ویلی چې اوس د دغه بهیر په وړاندې ټول خنډونه له مخې پورته شوی او پکار ده چې ټول ملت دغه تذکرې تر لاسه کړی.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د وګړو
د احوالو د ثبت د مرکزی ادارې د ویاند په حواله لیکلی چې د برېښنایی تذکرو د وېش لړۍ به دوام وکړی او روان اختلافات به دغه بهیر اغېزمن نه کړی.