جامعه ایټمی موافقه دنړیوالو اورګانونو دکارندوالی لپاره تاریخی آزمیښت دی
علی شمخانی دجامعې ایټمی موافقې په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته په ا شارې سره ووئیل ، که دامریکا ولسمشر له ځانه دمخکې حکومت موافقې اوژمنتیاوې نه منی ، نو یو هیواد به هم له امریکا سره خبرواترو او موافقې ته حاضر نه وی ، ځکه دا احتمال شته چې ورپسې حکومتونه هم د اوسنی حکومت ژمنتیاوې رد کړی.
ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دایران د اسلامی جمهوریت دملی امنتی دلوړې شورا منشی علی شمخانی پرون مازدیګر په تهران کې د ایران دپولیسو دقوماندانانو په ټول کې پخپلې وینا کې ووئیل دسیاسی اوامنیتی موافقې په عنوان سره د جامعې ایټمی موافقې بریالیتوب یا ناکامی چې دملګروملتو د امنیت شورا له خوا تائید شوی ، دلانجې په ځای د خبرواترو دمنطق د اغیزشیندنې او د نړیوالو اورګانونو د کارندوالی د اندازې د ارزولولپاره یوه تاریخی آزموینه ده .
علی شمخانی دجامعې ایټمی موافقې په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته په ا شارې سره ووئیل ، که دامریکا ولسمشر له ځانه دمخکې حکومت موافقې اوژمنتیاوې نه منی ، نو یو هیواد به هم له امریکا سره خبرواترو او موافقې ته حاضر نه وی ، ځکه دا احتمال شته چې ورپسې حکومتونه هم د اوسنی حکومت ژمنتیاوې رد کړی.
دایران دملی امنیت دلوړې شورامنشی دایران اسلامی نظام ته د ګوزار ورکولو لپاره د دښمنانو سپیرو او بې شرمو هلوځلو ته په اشارې سره ووئیل ، دښمنان په دې لارې کې له دروغو او له بیلابیلو سیاسی ، ټولنیزو او کلتوری حربو استفاده کوی .
هغه همداراز د عمومی افکارو په وړاندې د تسلیمیدا او یا جنګ په چټی دړکو سره دامریکا اوصهونیست رژیم هڅې ته په اشارې سره روښانه کړې ، دښمن په داخلی اوبهرنیو اړخونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت په سیاسی اقتدار او په پوځی او امنیتی چمتووالی ښه خبر دی .