جامعه ایټمی موافقه دنړیوالو اورګانونو دکارندوالی لپاره تاریخی آزمیښت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70574-جامعه_ایټمی_موافقه_دنړیوالو_اورګانونو_دکارندوالی_لپاره_تاریخی_آزمیښت_دی
علی شمخانی دجامعې ایټمی موافقې په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته په ا شارې سره ووئیل ، که دامریکا ولسمشر له ځانه دمخکې حکومت موافقې اوژمنتیاوې نه منی ، نو یو هیواد به هم له امریکا سره خبرواترو او موافقې ته حاضر نه وی ، ځکه دا احتمال شته چې ورپسې حکومتونه هم د اوسنی حکومت ژمنتیاوې رد کړی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 06, 2018 01:03 Asia/Kabul
  • جامعه ایټمی موافقه دنړیوالو اورګانونو دکارندوالی لپاره تاریخی آزمیښت دی

علی شمخانی دجامعې ایټمی موافقې په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو او اقداماتو ته په ا شارې سره ووئیل ، که دامریکا ولسمشر له ځانه دمخکې حکومت موافقې اوژمنتیاوې نه منی ، نو یو هیواد به هم له امریکا سره خبرواترو او موافقې ته حاضر نه وی ، ځکه دا احتمال شته چې ورپسې حکومتونه هم د اوسنی حکومت ژمنتیاوې رد کړی.

ایرناخبری آژانس راپورورکړی ، دایران د اسلامی جمهوریت دملی امنتی دلوړې شورا منشی علی شمخانی  پرون مازدیګر  په تهران کې د  ایران دپولیسو دقوماندانانو  په ټول کې  پخپلې وینا کې  ووئیل   دسیاسی اوامنیتی  موافقې په عنوان سره د جامعې ایټمی موافقې  بریالیتوب یا  ناکامی چې  دملګروملتو  د امنیت شورا له  خوا تائید شوی ،  دلانجې په ځای  د خبرواترو  دمنطق د اغیزشیندنې  او د نړیوالو اورګانونو د کارندوالی د اندازې    د ارزولولپاره  یوه تاریخی آزموینه ده .

  علی شمخانی   دجامعې ایټمی موافقې په باب  د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ   وروستیو  څرګندونو او اقداماتو ته په ا شارې سره   ووئیل ،  که  دامریکا ولسمشر  له ځانه دمخکې  حکومت  موافقې اوژمنتیاوې نه منی ، نو  یو هیواد به  هم  له امریکا سره  خبرواترو او موافقې ته حاضر نه وی ، ځکه  دا   احتمال شته چې  ورپسې حکومتونه   هم د اوسنی حکومت ژمنتیاوې  رد کړی.

 دایران دملی امنیت دلوړې شورامنشی  دایران اسلامی نظام ته د  ګوزار ورکولو لپاره  د دښمنانو سپیرو او بې شرمو  هلوځلو ته  په اشارې سره  ووئیل ،  دښمنان  په دې لارې کې له دروغو او  له بیلابیلو سیاسی ، ټولنیزو او کلتوری  حربو  استفاده کوی .

 هغه همداراز  د عمومی افکارو په وړاندې  د تسلیمیدا او یا جنګ  په چټی  دړکو  سره دامریکا اوصهونیست رژیم  هڅې ته په اشارې سره روښانه کړې ، دښمن  په داخلی اوبهرنیو اړخونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  په سیاسی اقتدار او  په پوځی او امنیتی چمتووالی ښه خبر دی .