ټول هیوادونه باید اټومی موافقې ته پاې بند ووسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70732-ټول_هیوادونه_باید_اټومی_موافقې_ته_پاې_بند_ووسی
د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف پرون له ریانوستی خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ دامریکا په شمول ټول لوری باید اټومی موافقې ته پاې بند ووسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 00:52 Asia/Kabul
  • د روسیې ، اروپا ، چین او په تیره بیا دایران په شمول داټومي موافقې لاسلیک کونکي هیوادونه باوري دي چې اټومي تړون یوه(۱) ترټولو مهمه نړیواله موافقه ده .
    د روسیې ، اروپا ، چین او په تیره بیا دایران په شمول داټومي موافقې لاسلیک کونکي هیوادونه باوري دي چې اټومي تړون یوه(۱) ترټولو مهمه نړیواله موافقه ده .

د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف پرون له ریانوستی خبری اژانس سره په مرکه کښې ټینګار وکړ دامریکا په شمول ټول لوری باید اټومی موافقې ته پاې بند ووسی .

هغه وویل اټومی موافقه په اوسنی چوکاټ کښې نه یوازې تر نن ورځې پورې ساتل شوی بلکې یوه (۱)روښانه موافقه ده او روسیه هیله لری چې ټول لوری هیوادونه ددغه اټومی تړون په وړاندې خپلوژمنو ته پاې بند ووسی .

د روسیې دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف دغه راز د اټومی موافقې په اړه د امریکا او د فرانسې د مشرانو په وروستیو څرګندونو باندې نیوکې سره وویل داډول څرګندونې ددغه مهمې نړیوالې موافقې د کمزوری کیدا سبب کیږی .

د روسیې ، اروپا ، چین او په تیره بیا دایران په شمول داټومی موافقې لاسلیک کونکی هیوادونه باوری دی چې اټومی تړون یوه(۱) ترټولو مهمه نړیواله موافقه ده او باید وساتل شی .

داپه داسې حال کښې دی چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ ددغه هیواد سرزوری مشران هڅه کوی په جنجال رامینځته کولواو دصهیونیسټانو دلابۍ په ملاتړ کولواو دسعودی عربستان دتیلو په ډالرو سره ددغه موافقې خلاف ورزۍ وکړی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف امریکا او اروپایی هیوادونو ته په یوه(۱) پیغام کښې ویلی دی دایران  ددفاعی توان دموضوع اود اټومی موافقې له مادو بهر دایران د سوله ایزو اټومی فعالیتونو لپاره د محدودیتونو د اعمالیدا په اړه هیڅ ډول خبرې یا بل کوم تړون دمنلو وړ نه دی او اټومی موافقې ته پاې بندۍ هغه وخت ممکنه ده چې ټول لورې ترې ګټه پورته کړی .