امريکه له برجامه ووته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70798-امريکه_له_برجامه_ووته
د امريکې ولسمشر له اېټمي موافقې «برجام» څخه د وتلو فرمان لاسليک کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2018 23:51 Asia/Kabul
  • امريکه له برجامه ووته

د امريکې ولسمشر له اېټمي موافقې «برجام» څخه د وتلو فرمان لاسليک کړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخط د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځاے وخت مطابق پرون د ګډ اقدام د بشپړه پروګرام يا برجام د بې نتيجې والي په ادعا سره له پينځه جمع يو ډلې له موافقې څخه چې د ملګرو ملتو لخوا هم تائيد شوې وه د دغه هېواد د وتلو فرمان لاسليک کړ.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کښې د سيمې د هېوادونو په چارو کښې د مداخلت په شمول د ايران په اسلامي جمهوريت د بې بنيادو تورونو په لګولو سره ادعا وکړه چې تهران د برجام په موافقه ليک سره د اېټمي وسلو د برابرولو په درشل کښې راځي.

له برجام څخه په وتلو کښې د امريکې يو اړخيز اقدام په داسې حال کښې رامنځته کيږي چې تر اوسه له صهيونېسټ رژيم نه بغېر مختلفو هېوادونو تر اوسه له دغه موافقه ليک څخه خپل ملاتړ اعلان کړے دے.

د رپوټونو له مخې بنيامين نېتن ياهو له برجامه د امريکې د وتلو له اعلانه څو منټه وروسته د سپينې ماڼۍ له دغه اقدام څخه خپله خوشحالي څرګنده کړه.