د ترکیې خارجه وزیر د ټرمپ وروستۍ پریکړه نهیلې کونکې وبلله
May 10, 2018 03:15 Asia/Kabul
مولود چاووش اوغلو له برجامه د وتنې په هکله د امریکې وروستۍ پریکړه یو نهیلې کونکی ګام وباله.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې چاووش اوغلو پرون په انقره کښې د لیتوانیا له خارجه وزیر سره له کتنې وروسته په ګډه خبري غونډه کښې، په دې خبرې سره چې برجام یوازې د ایران او امریکې ترمینځ لاسلیک شوې موافقه نه ده بلکې اروپايي اتحادیه او ځیني نور هیوادونه هم د دغې موافقې غړي دي، ټینګار وکړ: حکومتونو ته پکار دي چې په لاسلیک کړو هوکړو پابند ووسي.
هغه زیاته کړه: په داسې حال کښې چې نورو هیوادونو له ایران سره پر ایټمي موافقې خپله پابندي اعلان کړې ده، له برجامه د وتنې لپاهر د امریکې یواړخیزه پریکړه یو ناسم اقدام وباله.
ټیګونه