دیمن عسکرو دسعودی عربستان اوه ګوډاګیان مړه یا ژوبل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i70970-دیمن_عسکرو_دسعودی_عربستان_اوه_ګوډاګیان_مړه_یا_ژوبل_کړل
زمونږخبریال وایی د یمن په حجه ولایت کښې د ولسی کمیټیو او د پوځ په عملیاتو کښې د سعودی عربستان کابو اوه(۷) ګوډاګیان مړه یا ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 10:34 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان او دهغه ملګري هیوادونه دیمن دخلکو دمقاومت په خاطر تراوسه خپل هیڅ هدف ته نه دي رسیدلي .
    سعودي عربستان او دهغه ملګري هیوادونه دیمن دخلکو دمقاومت په خاطر تراوسه خپل هیڅ هدف ته نه دي رسیدلي .

زمونږخبریال وایی د یمن په حجه ولایت کښې د ولسی کمیټیو او د پوځ په عملیاتو کښې د سعودی عربستان کابو اوه(۷) ګوډاګیان مړه یا ژوبل شول .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په شمال لویدیځ کښې د حجه ولایت  د میدی دښتې په شمال کښې دسعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو دتوپونو ډزې وکړې چې له کبله یې درې (۳)ګاډی هم ویجاړ شول .

دیمن عسکر د سعودی عربستان دتیریګرو عسکرو حملوته په غبرګون کښې د سعودی عربستان په داخل او دغه راز په یمن کښې د ال سعودر رژیم په اډوې او دهغوې د ګوډاګیانو په مرکزونو حملې کوی .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دامریکا، متحده عربی اماراتو، اردن او انګلستان په مرستې او اجازې سره دیمن دخلکو پرضد حملو او بمباریو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په زرګونو بې ګناه خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور  کډوال شوی هم دی .

سعودی عربستان او دهغه ملګری هیوادونه دیمن دخلکو دمقاومت په خاطر تراوسه خپل هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی بلکې یوازې بې ګناه خلک یې وژلی او دغه هیواد یې وران کړی دی .