دامریکا سوله غواړو له ایران څخه بخښنه وغوښتله
-
دامریکا دسولې ملاتړو په ملګروملتونو غږ وکړ چې امریکا دایران د اټومي موافقې د خلاف ورزۍ په خاطر سزا کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا دسولې ملاتړو دټرمپ لخوا د اټومی موافقې دخلاف ورزۍ په خاطر دایران له خلکو بخښنه وغوښتله .
دامریکا څه دپاسه پینځو زرو(۵۰۰۰) سیاسی شخصیتونو ، هنرمندانو او مدنی فعالانو چې د سولې ملاتړی دی له اټومی موافقې په وتلو کښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دیو اړخیزه فیصلې او د خطرناک کړچار او د بې اساسه تورونو په اړه د ایران خلکو ته په خطاب کښې دیوه لیک په لاسلیک کولو سره بخښنه وغوښتله .
په دغه لیک کښې دغه راز په دې خبرې چې دامریکا حکومت یوه(۱) فعاله موافقه تر پښو لاندې کړی چې هغه نه یوازې امریکا بلکې فرانسې ، روسیې ، انګلستان ، چین او جرمنی هم لاسلیک کړی ده او دملګروملتونو امنیت شورا هم تصویب کړی ده شرمندګی ښودلی ده .
دامریکا سوله غواړو په دغه لیک کښې ډاګینه کړی ده دخپل هیواد د ولسمشر ټرمپ په اپوټه باوری دی توافق توافق دی او مونږغواړو په مینځنی ختیځ کښې تاوتریخوالی کم شی او دایران له خلکو سره په سولې او ارام کښې ژوند وکړو .
دامریکا دسولې ملاتړو ټینګار وکړ د امریکا حکومت د ایران او دمینځنی ختیځ دنوروهیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې حق نلری او په سعودی عربستان او اسرائیلو رژیم چې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ کولو تورن دی وسلې خرڅې نکړی او یا دغوهیوادونو ته عسکر واستوی .
دامریکا دسولې ملاتړو په ملګروملتونو غږ وکړ چې امریکا دایران د اټومی موافقې د خلاف ورزۍ په خاطر سزا کړی او له اروپا ، روسیې او چین څخه یې هم وغوښتل اټومی موافقه ژوندې وساتی .