امریکا د داخلی نوکرانو په مرسته له امت سره جنګیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71316-امریکا_د_داخلی_نوکرانو_په_مرسته_له_امت_سره_جنګیږی
حقیقت دا چی امریکا قدس شریف ته د خپل سفارت په انتقالولو سره نه یوازې د فلسطینی ملت پرضد یو ستر جنایت کړی بلکې دا جنایت د درست اسلامی امت پرضد حسابیږی او هم یې د یوه بل شر جوړولو لپاره دروازه پرانستله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2018 08:08 Asia/Kabul
  • امریکا د داخلی نوکرانو په مرسته له امت سره جنګیږی

حقیقت دا چی امریکا قدس شریف ته د خپل سفارت په انتقالولو سره نه یوازې د فلسطینی ملت پرضد یو ستر جنایت کړی بلکې دا جنایت د درست اسلامی امت پرضد حسابیږی او هم یې د یوه بل شر جوړولو لپاره دروازه پرانستله

د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم امریکا له ایران سره  د نړیوالې ایټمی موافقې ته له شا کولو وروسته چی د ملګرو ملتو امنیت شورا هم له هغې ملاتړ کړی او په دې هکله یې یو پریکړه لیک صادر کړی دی ، سیمه او نړۍ یو ځل بیا له اندیښنې سره مخامخ کړی ده . د دغې اندیښنې د زیاتولو لپاره یې له  اتل بیب څخه بیت المقدس ته د خپل سفارت په انتقالولو سره بل ګام واخیسته . داسی ښکاری چی لومړې ګام یې هم د صیهونیستی لابۍ د خوشحالولو لپاره پورته کړی دی چی له دوهم ګام سره بې ارتباطه نه وو . په لومړی ګام سره یې نړیوال په تیره بیا د سیمې خلک چی د امریکا له بلوو رامینځته کولو مخامخ دی ، مشغول کړل او افکار او ذهنونه یې دغې مسلې ته واړول چی له دغه فرصته په استفادې سره یې  په دوهم ګام کې له تل ابیب ، بیت المقدس ته د امریکا سفارت منتقل کړ چی دغه کار د فلسطین  د سلګونو مظلومو خلکو د وژلې او ژوبیلیدا سبب شو چی د امریکااو اسراییلو دا اعمال هر څومره چی وغندل شی بیا هم کم دی .

حقیقت دا چی امریکا قدس شریف ته د خپل سفارت په انتقالولو سره نه یوازې د فلسطینی ملت پرضد یو ستر جنایت کړی بلکې دا جنایت د درست اسلامی امت پرضد حسابیږی  او هم یې د یوه بل شر جوړولو لپاره دروازه پرانستله . امریکا یو ځل بیا وښودله چی  له خپلو استعماری او صیهونیسټ رژیم له ګټو پرته هغې لپاره نه بشری حقوق کوم ارزښت لری او نه انسانی اصولو ته پایبنده ده . امریکا له ۱۹۹۲ کال وروسته چی پخوانې شوروی دړېوړې شو ، ځان یې د یوازنی زبر ځواک په توګه په نړۍ وتپه . له هماغې ورخې چی شوروی نسکور شو ، اسلام یې خپل دښمن وباله او په تیرو ۲۶ کلونو کې یې اسلام او مسلمانانو پرضد ډیر جنایتونه کړی دی  او د بیت المقدس او مظلومو فلسطینانو غمیزه چی کلونه کیږی نړیوالو هیره کړی وه ، اوس د فلسطین له نیواکه د  ۷۰ کلونو په تیریدا سره  امریکا یو ځل بیا د مسلمانانو له احساساتو سره لوبه وکړه او قدس شریف ته یې د خپل سفارت په انتقالولو سره هڅه وکړه چی په فلسطین کې د صیهونیست جالی او ظالم ناروا رژیم تثبیت کړی .

په افغانستان یې د ترهه ګرۍ د جرړه  ویستلو په پلمه حمله وکړه چی نن له ۱۸ کلونو په تیریدا سره نه یوازې ترهه ګری ختمه شوی نده بلکې سیمه ایزه او نړیواله شوی هم  ده . په سلګونو زره بیګناه افغانان د امریکا د استعماری سیاستونو قربانی شو یدی . سوریه او عراق یې له  کوم وضعیت سره مخامخ کړی دی  ؟له لیبیا سره یې څه وکړل ؟ یمن یې د خپل لاس پوڅی عربستان په وسیله په کنډوالې بدل کړ  او په دغو اکثرو هیوادونو کې امریکایی عسکر نیغ په نیغه په جنګ بوخت دی . که څه هم  د پخوانی شوروی له نسکوریدا تر د ۲۰۰۱ میلادی کال د ستمبر تر ۱۱ شکمنې حملې ، د بشری حقوقو او بیان د ازادۍ تر شعار لاندې د دغه هیواد څیره تر یوه حده پټه وه خو په افغانستان او بیا په عراق په پوځی حملو سره د نړیوالو لپاره د یوازنی زبرځواک اصلی څیره ښکاره شوه .

د ایران د اسلامی جمهوریت د سوله ایزو ایټمی فعالیتونو د دوسیې په ارتباط هم عمومی افکار چی د لویدیځو رسندویو د غلطو او ګمراه کونکیو تبلیغاتو تر اغیز لاندې وو ، له ایټمی موافقې د امریکا په وتلو سره د دغه هیواد په منافقت پوهه شول .

د پاکستان د اهل سنتو یوه لوړرتبه عالم ډاکټر عطا الرحمان له مونږ سره په دې باره کې د ټیلی فون په کرښه وویل له برجام د امریکا وتل او قدس شریف ته د خپل سفارت انتقالول په خپلو کې ارتباط لری چی دواړه ګامونه د مسلمانانو پرضد  په سیمه کې د صیهونیستانو د استعماری ګټو د تامینولو او صیهونیست رژیم د ساتلو په لړ کی شوی دی . هغه زیاته کړه امریکا د دغو دواړو ګامونو د اخیستلو لپار ه لومړی په اسلامی امت کې سخت نفاق رامینځته کړ . دهغه په وینا  په عربی هیوادونو کې فاسدو او لاس پوڅو رژیمونو هم د دغو ګامونو په پورته کولو کې د امریکا مرسته وکړه . د پاکستان دغه ستر دینی عالم د اسلامی او عربی هیوادونو  خلکو ته په خطاب کې له هغو غوښتی دی چی پاڅیږی او نوره اجازه ورنکړی چی جنایتکاره امریکا د خپلو لاس پوڅو ، خرڅ شویو او فاسدو واکولانو له لارې د هغو له برخلیک سره لوبې وکړی  او له خپلو هیوادونو د دغه سفاک جنایتکار لاس لنډ کړی .