په هند کښې د صهيونېسټ رژيم او امريکې په خلاف مظاهرې
May 16, 2018 13:10 Asia/Kabul
د هند خلقو په بمبۍ ښار کښې له تل ابيبه بيت المقدس ته د امريکې د سفارت په منقلولو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هند مظاهره کونکو نن په بمبۍ ښار کښې د پلې کارډونو په اوچتولو او د امريکې او صهيونېسټ رژيم په خلاف د نعرو په وهلو سره د فلسطين له مظلومو خلقو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
هندي مظاهرچيانو د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په وړاندې د نړيوالو ټولنو په خاموشۍ باندې په نيوکې سره د دغو جنايتونو د بندولو غوښتنه وکړه.
ټیګونه