ایران په مینځنی ختیځ کښې د کړکیچ عامل دی
-
دایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم او دامریکا د چورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .
فارس خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ()پرون په سیمه کښې د واشنګټن دسیاستونو له ماتی او په فلسطینی ټاټوبی کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د عمومی افکارو د انحرافولو په هدف سره یوځل بیا د ایران داسلامی جمهوریت پرضد ادعاګانې تکرار کړې .
دامریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه چې دایران اسلامی جمهوریت د مینځنی ختیځ د تاوتریوالی او د نښتو عامل دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ مخکې هم په یولړ چټی څرګندونو کښې ایران په سیمه کښې د ډیرو بې ثباتیو مسول بللی وو او ادعا یې کړی وه دایران اسلامی جمهوریت د ترهګرو ملاتړ کوی .
دامریکا د ولسمشر دغه بې بنسټه او چټي څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دایران اسلامی جمهوریت په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او دامریکا د چورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .
دایران اسلامی جمهوریت په عراق او سوریې کښې د امریکا او دهغې دملګرو عربو او اروپایی هیوادونو له ملاتړ وړ ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د دمشق او دبغداد په رسمی غوښتنو له دغو دوو (۲)هیوادونو سره دپوځی سلاکارانو په سویه مرستې کوی داسې اقدام چې د امریکا ولسمشر ټرمپ یې نه خوښوی .
دسوریې او دعراق پوځیان د ایران داسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو په مرستو سره وتوانیدل په خپلو هیوادونو کښې د داعش ترهګرې ډلې دوسیه وتړی .