داسرائیلو د ارتباطاتو وزیر متحده عربی اماراتو ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i71432-داسرائیلو_د_ارتباطاتو_وزیر_متحده_عربی_اماراتو_ته_ورځی
فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو وزیر(Minister of Communications) ایوب کارا (Ayoob Kara) وویل روان کال په یوه(۱) کانفرنس کښې دګډون لپاره متحده عربی اماراتو ته سفر کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 00:21 Asia/Kabul
  • دا متحده عربي اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د یوه(۱) چارواکي لومړنی ښکاره  او رسمي سفر دی .
    دا متحده عربي اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د یوه(۱) چارواکي لومړنی ښکاره او رسمي سفر دی .

فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو وزیر(Minister of Communications) ایوب کارا (Ayoob Kara) وویل روان کال په یوه(۱) کانفرنس کښې دګډون لپاره متحده عربی اماراتو ته سفر کوی .

دا متحده عربی اماراتو ته د صهیونیسټ رژیم د یوه(۱) چارواکی لومړنی ښکاره  او رسمی سفر دی .

هغه وویل زه د صهیونیسټ رژیم د ارتباطاتو دوزیر په توګه دوبۍ ته دعوت شوی یم .

د صهیونیسټ رژیم رسنیو دغه سفر د متحده عربی اماراتو او د اسرائیلو د رژیم ترمینځ د اړیکو تودیدل بللی دی .

له تیرو څو کلونو په تیره بیا په عربستان کښې واک ته د ولی عهد محمد بن  سلمان له رسیدا وروسته له صهیونیسټ رژیم سره د فارس خلیج دعربو هیوادونو اړیکې ډیرې تودې شوی دی .

دصهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو څو ځله له ځینو عربو هیوادونو سره د پردې شاته د اړیکو په اړه اعتراف کړی خو ددغو عربو هیوادونو مشران دعمومی افکارو دمنفی غبرګون له ویرې ددغو اړیکو له ښکاره کولو ډډه کوی .